دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 123450
د زعفرانو " سرو زرو " د  حاصلاتو بې سارې زیاتوالي
سږ کال د افغانستان کروندګرو د خپلو کروندو نه ۴۶۷۵ کیلو ګرامه زعفران تر لاسه کړی دي ،په داسې حال کې چې تیر کال دهیواد د لاسته راغلیو زعفرانو د حاصلاتو دغه رقم ۴۰۰۰ کیلو ګرامو ته رسیده.
د لاسته راغلیو زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل د۲۳۶ مټریک ټنو زعفرانو پیازو ویش، د زعفرانو د کښت او راټولولو وسایلو ویش، د زعفرانو ۲۳۶ ننداریزو قعطو جوړول، ۳۳۵ تنو کروندګرو او محصلینو ته د زعفرانو د کښت او را ټولو د نویو او پرمختللو لارو چارو زده کړه، د ۲۳۶ کرنیزو بنډلونو او د زعفرانو د وچولو ماشینو او وسایلو ویش ښودل شوي دی .
د زعفران کارانو سره په کرونده کې د کارپوهانو عملي کار او زده کړه دیادو هڅو یو بله برخه ده، چې سږکال مونږ دغه لویې لاسته راوړنې ته رسیږو او د زعفرانو د حاصلاتو زیاته کچه هرات ولایت نه لاسته راغلي ده .
دکرنې ،اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د مرستندیو مؤسسو په مرسته د روان کال په پیل کې د اسې پلان جوړ کړ، چې د زعفرانو کښت به ۲۳ ولایتونو ته وغزوي.
یاد پلان په ډیره لیوالتیا د کارپوهانو او کروندګرو لخوا په بریالیتوب سره پلی شو او مونږ وتوانیدلو، چې دغه موخې ته ځان ورسو . همدا راز سږ کال په ټول هیواد کې ۱۰۷۳ هکتاره کرنیزه ځمکه زعفران کرل شوي دي .
زعفران یو صعنتې بوټې دی، چې د ( سرو زرو ) په نوم نومول شوی دی او زمونږ هیواد د دغه بوټې د ودې او پراختیا لپاره یو ښه ځای دی.
د یادونې وړ ده، چې په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان زعفرانود خوړو د سنجش، خوند او کیفیت په درلودلو سره د نړیوال انستیتیوت له خوا د زړه راښکونکو زعفرانو نوم ځان ته خپل کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamen6w49nuy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته