دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 123464
۶۸۰کلوګرامه نشه يي مواد او چاو دیدونکی توکی
د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د ملي امنیت ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ د دوبندي په سیمه کې په شپنیو عملیاتو کې ۶۸۰ کېلوګرامه نشه يي توکي له اوو ګاډو سره نیولي دي.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، دچارواکو په وینا په دې عملیاتو کې په ډېره اندازه چاودېدونکي توکي، لسګونه د هاوان او بم یو توپ سرګولولې او ماینونه د سرتېرو لاسته ورغلي دي.

د یکشنبې په ورځ د لوګر والي حلیم فدايي رسنیو ته په خبرو کې د نیول شویو نشه يي توکو، ګاډو او نورو موادو د ښودنې پر مهال د افغان ځواکونو یاد شپیني عملیات په دې مهم وبلل چې د دې توکو له کبله نه یوازې لوګر او شاوخوا ولایتونو ته بلکې د کابل امنیت ته يې هم ګواښ پېښولی شو.

د لوګر والي حلیم فدايي وویل:"د خوښۍ د دوبندي په سیمه کې چې کوم عملیات د شپې له خوا ترسره شول، که چېرې دا توکي نه وای نیول شوي، نه یوازې لوګر بلکې لوګر چې د کابل دروازه بلل کېږي، نو کابل هم ورڅخه تهدیدیږي، په دې عملیاتو کې اوه موټرونه، ۱۳بوجۍ نشه يي توکي چې ټول۶۸۰ کیلوګرامه کېږي، انفجاریه مواد او نور د یو کس سره نیول شوي دي."

بل خوا د لوګر د ولایتي شورا غړی عمر عبدالرحیمزی د یاد ولایت د ملي امنیت د منسوبینو وروستي فعالیتونه په یاد ولایت کې د امنیتي ادارو تر منځ د همغږي د ډېرېدو او پر امنیتي ارګانونو د باور د ډېرېدو له کبله بولي.

عبدالرحیمزي په وروستیو دوو اونیو کې د لوګر په مختلفو سیمو کې د امنیت په ټېنګولو، د مخدره توکو په نیولو او د جنايي پېښو د مخنیوي په لاره کې د افغان سرتېرو فعالیتونه د پام وړ وبلل:

"د امنیتي ارګانونو تر منځ یوه ښه همغږي رامنځته شوې ده، د دې په نتیجه کې زموږ کشفي ارګانونو بلخصوص ملي امنیت په دې تېرو دوو هفتو کې بې سارې لاسته راوړنې درلودلې، څه موده مخکې په دوه بندي کې هغه ماین پاکان چې تښتول شوي وو، هغه يې ډېر ژر راخوشي او مرتکبین يې هم ونیول شول او بېګاه هم ډېر نشه يي توکي او شپږ موټره يې نیولي دي."

د لوګر امنیتي ادارو د نیول شویو توکو لست په دې توګه رسنیو سره شریک کړ:

"مخدره توکي ۶۸۰ کیلو ګرامه، ۷ دانې موټر، ۱۳بوجۍ چاودېدونکي توکي، ۱۳دانې د پرسونل ضد ماینونه، ۳دانې ریموټ کنټرول ماینونه، ۲۹دانې د هاوان سرګلولې، ۲۹دانې د بم یک سرګلولې، المونیم نایټریټ ۵۰ کیلو، ۴ بوجۍ پوتاشیم کلورایټ، ۱۲کیلو ترکیبي چاودېدونکي توکي، ۳ دانې شارتي ماینونه، یو میل کلاشینکوف او نور بېلابېل چاودېدونکي توکي د چاودېدونکو توکو سره یو کس هم نیول شوی او د نورو د نیول کېدو هڅې روانې دي."

یاده دې وي چې شاوخوا لس ورځې وړاندې هم د لوګر امنیتي چارواکو د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ د پل کندهاري په سیمه کې د وسلو، مهماتو او د ازرې او خوښۍ د ولسوالیو په مربوطاتو کې د ۱۳۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvmdyjw6d0ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته