کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو طالبانو ته د امریکا متحده ایالاتو خبرداری

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 حوت 1394 ساعت 17:26


د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو وغوښتل چې د خپلو هېوادوالو د وینې له تویولو او د خپل هېواد له ورانۍ لاس واخلي او د سولې لار دې خپله کړي.

دافغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو وغوښتل چې د سولې له خبرو سره یوځای شي او وایي چې د افغانستان ګاونډیانو پتیلې چې د دې هېواد د حکومت ملاتړ وکړي نه د طالبانو.

امریکا د افغانستان د دو ګاونډیانو پاکستان او چین ترڅنګ د سولې د څلور اړخیزې کمېټې غړې ده.

وروسته تردې چې طالبانو د شنبې په ورځ اعلان کړه چې د سولې په راتلونکو خبرو کې ګډون نه کوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې طالبان یوانتخاب لري، یا به د سولې له بهیر سره یوځای کېږي اویا به جګړې ته دوام ورکوي چې په دې صورت کې به بیا هم د خپلو بې ګناه هېوادوالو وینې تویوی او خپل هېواد به ورانوي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه راز وویل چې که طالبان د جګړې لار ونیسي د افغان امنیتي ځواکونو او د نړیوالو متحدینو له ګډو پوځي اقداماتو سره به مخامخ شي.

افغان ولسمشر هم پرون طالبانو ته ورته خبرداری ورکړ چې حکومت یې د سولې په برخه کې کلکه اراده لري خو د هغوی په وړاندې چې غواړي جګړه مخ ته یوسي، هم بشپړتیاری لري.

اشرف غني دا څرګندونې پرون د ملي شورا د ۱۶مې دورې د پیلیدو په مناسبت وینا کې وکړې او ویې ویل:

"که څه هم د سولې امید لرو او هڅه ورته کوو، خو غافل نه یواو له هغه چاسره مقابلې ته پوره چمتو یو چې جنګ راباندې تحمیلوي او شرجوړوي."

په پام کې وه چې روانه اوونۍ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې په اسلام اباد کې ترسره شي، خو طالبانو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي امارت مشرتابه په دې خبرو کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې اونه به هم ترهغود سولې په خبرو کې ګډون وکړي چې مخکیني شرطونه یې منل شوي نه وي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې یوځل بیا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي حضورد پای ته رسېدو، له تورلست څخه د طالب مشرانو د نومونود لېرې کېدواو د بندیانو د خوشې کېدو په ګډون پر یولړشرطونو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په بې معني خبرو کې چې هېڅ نتيجه ونه لري، ګډون نه کوي.

که څه هم یوشمېر افغان کارپوهانو د دې انتظار درلود چې طالبان به ښایي په کېدونکو خبرو کې له ګډونه ډډه وکړي خو وایي، د سولې د خبرو اصلي لوری پاکستان دی ځکه دا هېواد پرطالبانو نفوذ لري.

د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبر وایي د سولې د خبرو ادرس معلوم دی.

ښاغلي رنجبر زیاته کړه:

"مهمه او اساسي مسله داده چې د قضیې مقابل لوری طالبان نه بلکې پاکستان دی، دغه ادرس له مخکې تعین شوی او موږ په افغانستان کې له یوې نیابتي او ستړي کېدونکې جګړې سره چې په غیرمستقیم ډول د پاکستان له خوا پرمخ بیول کېږي، مخامخ یو."

پاکستان چې تل یې پر طالبانو د نفوذ له لرلو انکار کړی و، تېره اوونۍ یې د لومړي ځل لپاره دا ومنله چې پر طالبانو نفوذ ځکه لري چې مشران یې په پاکستان کې اوسي.

دا خبره تېره اوونۍ په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم لوړ پوړي سلاکارسرتاج عزیز په واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال وکړه.

هغه وویل، له همدغه نفوذ څخه به کار واخلي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کښینوي او که چېرې بیاهم له خبرو ډډه کوي نو یواځینی کار چې کولای شي هغوی له خپلې خاورې وباسي.

په داسي حال کې چې طالبان د سولې په خبرو کې د نه ګډون خبره کوي د افغانستان د حکومت اجراییه ریاست وایي چې له طالبانو سره د سولې خبرې یوه یا دوې ایونۍ شاته غورځېدلې دي.

یوه مساله چې په دې وروستیو کې د سولې په خبرو کې د طالبانو له احتمالي نه ګډون سره سم د کابل او د هغه د پیاوړي ملاتړي واشنګټن له خوا مطرح شوې، له پوځي لارې د طالبانو ماتول یا کمزوري کول دي.


د مطلب کود: 123474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123474/وسله-والو-طالبانو-ته-د-امریکا-متحده-ایالاتو-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com