دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۴۹
د مطلب کود : 123482
د ننګرهار والي او په افغانستان کې د پاکستان سفیر په دیپلوماتیکو موضوعاتو خبرې اترې وکړې .
د ننګرهار والي او د پاکستان هېواد سفیر د دغه ناستې په ترڅ کې د وروستیو امنیتي ستونزو په اړه هم بحث وکړ .
په افغانستان کې د پاکستان سفیر نن د کب په ۱۷مه ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د والي سلیم خان کندوزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې په دیپلوماتیکو موضوعاتو خبرې اترې وکړې .

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دغه لیدنې پر مهال د یو شمېر نورو خبرو ترڅنګ د پاکستان سفیر څخه د جلال اباد ـ تورخم سړک د چارو د ګړندیتوب غوښتنه وکړه .

د ننګرهار والي همدا راز د پاکستان سفیر څخه په ننګرهار کې افغانانو ته د شپږو میاشتو څخه د زیاتې مودې د ویزې د ورکړې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دغه ولایت کې دې د ورځې لخوا زیات شمېر کسانو ته د ویزې د ورکړې سهولت برابر شي .

ښاغلي کندوزي همدا راز وویل پاکستان دې د ننګرهار ولایت د ځوانانو لپاره په دغه هېواد کې د لوړو او نورو عصري زدکړو زمینه برابره کړي .

نوموړې په جلال اباد ښار کې خوندي او مناسب ځآی ته د پاکستان قونسلګرې دفتر د انتقال موضوع هم د پاکستان هېواد له سفیر سره شریکه کړه .

د ننګرهار والي او د پاکستان هېواد سفیر د دغه ناستې په ترڅ کې د وروستیو امنیتي ستونزو په اړه هم بحث وکړ .

د دغه ناستې په وروستۍ برخه کې د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني، غړو یې اسرارالله مراد او اجمل عمر هم د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ،چې د ننګرهار ولایت د ځوانانو لپاره دې د تحصیلي بورسونو فورمې په شفاف ډول په ننګرهار کې ورکړل شي.

دوی هم د جلال اباد ـ تورخم سړک د چارو د ګړندیتوب، په جلال اباد کې د پښتورګو روغتون د تجهیزاتو د ورکړې او یو شمېر نورو برخو کې د پاکستان هېواد له سفیر څخه غوښتنې وکړې .

په افغانستان کې د پاکستان سفیر ابرارحسین د خپلو خبرو په ترڅ کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې د تورخم جلال اباد سړک چارې به د روان کال تر پایه پورې بشپړې شي .

نوموړې زیاته کړه، د تحصیلي بورسونو ترتیب شوی لیست به ننګرهار ولایت ته راولیږدوي،ترڅو په کې د دغه ولایت د ځوانانو ځآنګړې برخه معلومه شي خو ډاډ یې ورکړ،چې تر ټولو زیات تحصیلي بورسونه به دغه ولایت ته ورکړي .

هغه د قونسلګرۍ دفتر د انتقال په برخه کې د ننګرهار والي د هر ډول پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه،هڅه به وکړي،چې د شپږو میاشتو پر ځای د اوږدې مودې په موخه ویزې ورکړي او همدا راز به د یوې ورځې په ترڅ کې د لا زیاتو ویزو د ورکړې په اړه جدي هڅي وکړي .

د پاکستان سفیر په وینا د پښتورګو روغتون لپاره یې بشپړ تجهیزات برابر کړي خو د ننګرهار ګمرک د ټکس د نه اخیستلو غوښتنه یې وکړه او همدا راز یې زیاته کړه، د یاد هېواد روغتیا وزارت سره یې د پښتورګو روغتون ډاکټرانو د روزنې په موخه خبرې اترې کړي او ژر به یاد کسان د روزنې په موخه پاکستان ته ولیږدوي.

هغه همدا راز د دغه ناستې په ترڅ کې د ننګرهار والي څخه د پاکستان قونسلګرۍ د لا زیات امنیت د خوندیتوب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د دغه لیدنې پر مهال په جلال اباد کې د پاکستان قونسل، د بهرنیو چارو رئیس او د سولې ولایتي کمیټې مشر هم شتون درلود .

د یادونې وړده،چې څو ورځې وړاندې د دوست هېواد هندوستان سفیر هم د ننګرهار والي سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې .
https://avapress.com/vdcfcmdy0w6d0ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته