دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 123560
چین د افغان سولې د خبرو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه
چین د افغان حکومت، وسله والو طالبانو او نورو اړونده خواو غوښتنه وکړه، چې د سولې په تړاو د خبرو اترو بهیر ژر بېرته پیل کړي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، مخې چین دغه غوښتنه پر داسې مهال کړې، چې طالبانو د سولې په خبرو کې له ګډون نه انکار کړی او دا خبرې د روانې میلادي میاشتې تر نیمايي پورې ځنډېدلې دي.
خو چین د دغه خبرو د بیا ژر پیل غوښتنه کړې او له ښکېلو خواو یې غوښتي، چې د سیاسي دیالوګ له لارې خپل هېواد ته تلپاتې سوله راوړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې، چې افغان هونګ زیاته کړه:«طالبان د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر مهمه خوا ده. موږ هیله لرو چې ټولې خواوې به په ګډه کار وکړي، د یو بل اندېښنو او غوښتنو ته به پام وکړي او د سولې د خبرو د ژر پیلېدو لپاره به هڅې وکړي.»
حکومت، طالبان او نورې اړوندې خواوې به په لنډ وخت کې د افغانستان د سولې د خبرو د پیلولو لپاره په ګډه کار وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هونګ لي تېره ورځ پیکینګ کې په یوه خبري غونډه وویل، چې چین د افغانستان د مسلې لپاره د سولې په څلور اړخیز ګروپ کې شامل دی او د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
ښاغلي هونګ لي وايي، څلور اړخیزې ډلې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره مناسب شرایط برابر کړي او په دې برخه کې یې د نظرونو د یو کولو لپاره مثبت رول لوبولی دی.
هونګ زیاته کړه:«طالبان د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر مهمه خوا ده. موږ هیله لرو چې ټولې خواوې به په ګډه کار وکړي، د یو بل اندېښنو او غوښتنو ته به پام وکړي او د سولې د خبرو د ژر پیلېدو لپاره به هڅې وکړي.»
لی یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې هیواد یې غواړي د افغانستان د یووالي او د اړوندو خواوو د ارادې پر اساس په افغانستان کې د سولې د خبرو په بیا پیلېدو کې رغنده رول ولوبوي.
https://avapress.com/vdcce1qsx2bqip8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته