دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 123643
جمهور رئیس غني د اولادونو په روزنه کې د ښځو رول مهم وباله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په سلام خانه ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم په کې حضور درلود، ګډون وکړ.

په پیل کې د هېواد لومړۍ مېرمن ټولو افغان ښځو ته د نړۍ د ښځو د پیوستون د ورځې مبارکي وویله او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې یې د افغان ښځو د لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې. هغې زیاته کړه، د زندانیانو ښځو دوسیو ته د رسیدګي په موخه به ځانګړی قضایي کمیسیون او بې وزله ښځو ته ځانګړی روغتون جوړ شي.

په دې مراسمو کې دوه ښځو له ټولنیز او د ښوونې او روزنې له پلوه د ښځې د معنوي مقام او رول په هکله د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې یې د ښځو ستونزې هم یادې کړې.

د هېواد جمهور رئیس د دوی له څرګندونو وروسته ټولو افغان ښځو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، دا ورځ په ښه توګه د ښځو د مقام او ارزښتونو د یادولو لامل کېږي. هغه زیاته کړه، د ښځو په ستونزو او لاسته راوړنوباید بحث وشي او په دې ورځ د ښځو د ارزښتونو په هکله ژمنې تازه شي.

جمهور رئیس غني وویل، افغان ښځه نن د وزیرې، وکیلې، سفیرې، قانونپوهې، ډاکټرې، انجینرې او پولیسې په توګه په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي او له ټولنیز او سیاسي پلوه اساسي رول لري. هغه څرګنده کړه، د سولې په پروسه کې هم د ښځو حضور او رول برجسته دی.

جمهور رئیس غني د اولادونو په روزنه کې د ښځو مقام او رول مهم وباله اود هغو ښځو قدرداني یې وکړه، چې په یوازې ځان یې اولادونه روزلي او باسواده کړي دي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، افغان ښځې په صادقانه توګه خپل ټولنیز او د کورنۍ د پالنې رول ترسره کوي او په اسلامي ارزښتونو کې ښځې ځانګړی مقام لري چې له دې امله باید د هغوی زیات درناوی وشي.

جمهور رئیس وویل، د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی مردود دی او دا پدیده په اسلام او هیڅ فرهنګ کې ځای نه لري. هغه په ټینګار وویل، د ښځو د اړتیاو، ستونزو او غوښتنو په هکله به د کابینې او درې ګونو قواو په غونډه کې بحث وشي.
https://avapress.com/vdceex8zxjh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته