کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې درې بېلابېلې طالب ډلې په جګړه بوخت دي

ټآټوبی , 23 حوت 1394 ساعت 14:22

د امریکا متحده ایالاتو په هلمند کې د طالبانو درې بېلابېلې ډلې لیدلې دي، دغه درې واړه ډلې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ته وفاداره نه دي.


طالبان د هلمند په شمال کې په دریو برخو وېشل شوي دي چې ډېری يې ملا اختر محمد منصور ته وفاداره نه دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي: په څو ډلو د طالبانو وېشل کېدل کولی شي، له افغان حکومت سره د مصالحې لار هواره کړي او له بلې خوا داعش ته هم دا فرصت برابروي چې په دې ډله کې نفوذ وکړي.
بل پلو په داسې حال کې چې د هلمند او کندز د امنیتي وضعیت په هکله اندېښنې شتون لري، خو د ملي دفاع وزارت وایي چې طالبانو ته یې ماته ورکړې ده.
له څو کلونو راهیسې د هلمند څو ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي او د دې ولایت ځینې نورې سیمې بیا د دوی د پراخه فعالیتونو شاهدې دي.
اوس په دې ولایت کې د طالبانو په څو ډلو د وېشل کېدو راپورونه خپرېږي.
د امریکا متحده ایالاتو په هلمند کې د طالبانو درې بېلابېلې ډلې لیدلې دي، دغه درې واړه ډلې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ته وفاداره نه دي.
په تېرو څو میاشتو کې په څو ډلو د طالبانو وېشل کېدل ښایې وکولی شي چې له طالبانو سره د مصالحې لار هواره کړي او یاهم د خراسان داعش جنګیالیو ته فرصت ورکړي چې د طالبانو په لیکو کې ډېر نفوذ وکړي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیا محمد رادمنش وايي: چې وسله وال مخالفین ډېره هڅه کوي چې د جګړې په ډګرې لاسته راوړنې ولري، خو د افغان پوځیانو له لوري ځپل کېږي.
کندز هم د مخالفینو پرضد د پراخه تصفیوي عملیاتو سربېره لاهم د طالبانو د فعالیتونو شاهد دی.
ویل کېږي چې له ښار څخه په لرو پرتو سیمو کې مخالفین اوس هم فعاله دي.
بل پلو ولسمشر غني د ولایتونو د حوزو له آمرینو او د امنیت له مدیرانو سره په لیدنه کې، روانه جګړه د باطل پروړاندې د حق جګړه بللې ده او د ملي امنیت دقیق او کره مالومات يې د جګړې په ډګر کې د افغان پوځیانو د بریا لپاره ډېر اړین بللي دي.


د مطلب کود: 123719

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123719/په-هلمند-کې-درې-بېلابېلې-طالب-ډلې-جګړه-بوخت-دي

آوا
  https://www.avapress.com