کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسی جرګه افغان امنیتی او دفاعی مسئولان وربولی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 26 حوت 1394 ساعت 16:52


د افغانستان امنیتی او دفاعی مسئولان په نزدې راتلونکی کښې ولسی جرګې ته ورغوښتل کیږی.

د قندهار او هلمند په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د ناامنیو د رامینځته کیدو په وجه د افغانستان ولسی جرګې پریکړه کړې چې په راتلونکې اونۍ کښې د هیواد دفاعی او امنیتی مسئولان دغې جرګې ته وروبولی.

آوا خبری آژانس لیکلی چې سناټور محمد هاشم الکوزی دهلمند له جنګونو او په دغه ولایت کښې د ناامنیو له دوامه د اندیښنې په ښودلو سره وویل: د امنیت د تامینولو لپاره د پولیسو له هلوځلو سره سره، پوځ همکاری او ملګرتیا نه کوی.

هغه زیاته کړه: خلک تل د سولې د خبرواترو قربانی شوی دی.
د افغانستان د ولسی جرګې یوشمیر نورو استازو هم په هیواد کښې د ناامینو په دوام، د غزنی ولایت له تشکیلاتو د پولیسو او امنیتی ځواکونو په کمیدو او د خپل هیواد په ختیځو سرحدونو د پاکستان د توغندوی بریدونو په دوام نیوکه کړې او ورڅخه اندیښنه څرګندوی.

 


د مطلب کود: 123870

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123870/ولسی-جرګه-افغان-امنیتی-او-دفاعی-مسئولان-وربولی

آوا
  https://www.avapress.com