کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د سوله او امنیت دټینګیدا ملاتږ کوی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 26 حوت 1394 ساعت 16:59


په ملګروملتونو کښې د ایران دایمی استازی په افغانستان کښې د امنیت، صلحې او ثبات دټینګیدا لپاره له کابل سره ددنیاداقتصادی ملګرتیا پرضرورت ټینګار وکړ .

ایرنا خبری اژانس سره سمه؛ په ملګروملتونو کښې دایران دایمی استازی غلامعلی خوشرو دامنیت شورا په پرونۍ غونډې کښې چې دافغانستان په حالت دغور لپاره جوړه شوی وویل دایران اسلامی جمهوریت تل په افغانستان کښې د صلحې ، امنیت او اقتصادې پراختیا ملاتړی دی .

هغه وویل: ایران باوری دی له ترهګرو ډلو په تیره بیا طالبانو او داعش سره د افغانستان دحکومت دمبارزې او له اقتصادی مشکلاتو سره د افغانستان دمخامخ کیدا په وخت کښې نړیواله ټولنه ژمنه ده چې له ترهګرۍ سره په مبارزې او اقتصادی او ټولنیزې پراختیا ته د رسیدا په زمینه کښې دافغانستان دملی وحدت دحکومت ملاتړ وکړی .

په ملګروملتونو کښې دایران دایمی استازی وویل دایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کښې د هرډول ترهګرو حملو په غندلو سره له ترهګرو ډلو سره هرډول ملګرتیا له ترهګرۍ سره دمبارزې په لاره کښې خنډ ګڼی او په دغه هیواد کښې دصلحې دبهیر ملاتړ کوی .


د مطلب کود: 123872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123872/ایران-د-سوله-او-امنیت-دټینګیدا-ملاتږ-کوی

آوا
  https://www.avapress.com