دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 124065
جمهور رئیس غني بزګرو ته په خطاب کې: تاسو د هېواد د پرمختګ بنسټ یئ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ”بزګر ورځ“جشن کې ګډون وکړ او کرنیز نندارتون یې چې کرنیز تولیدات په کې نندارې ته اېښودل شوي وو، پرانیست.

په دې جشن کې چې د کابل په بادام باغ کې جوړ شوی وو، جمهور رئیس بزګرو ته په خطاب کې وویل، تاسو د هېواد د پرمختګ بنسټ یئ او د کرنیزو تولیداتو د ودې په خاطر ستاسو زحمتونه د قدر وړ دي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، بزګرو تل سپما کړې او هغوی چې د کرنې د ودې په برخه کې بې درېغه هڅې کوي، باید تقدیر شي.

جمهور رئیس د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل، د اوبو د ودې، وېش او لګښت نظام باید سرتاسري شي. هغه زیاته کړه، د اوبو د ضایع کېدو مخه دې ونیول شي او حکومت به ټولو بزګرو ته د اوبو د عادلانه وېش زمینه برابره کړي.

جمهور رئیس غني وویل، حکومت بزګرو ته د خدمت وسیله ده او د اړوند سکتور وزارتونو تر منځ هم باید همغږي زیاته شي. هغه ټینګار وکړ، د امنیتي او دفاعي سکتور په ګډون ټولې ادارې به د کرنې د ودې د زمینې برابرولو لپاره کار وکړي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، حکومت  د بزګرو اړتیاوې درک کوي او د کرنیزې ودې زیاتې زمینې برابروي. هغه زیاته کړه، بزګرو ته به اصلاح شوي تخمونه هم ژر ووېشل شي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، له هغې ځمکې څخه چې د بزګرو په اختیار کې ده اعظمي ګټه واخیستل شي  او د کرنې د ودې په خاطر به زیاتې ځمکې تولید شي.

جمهور رئیس له بزګرو څخه وغوښتل، چې له کرنیزو تولیداتو څخه د ګټه اخیستنې د څارنې په موخه انجمنونه جوړ کړي. د ده په وینا دغه انجمنونه به په میاشت کې یو ځل له قراردادیانو سره منظمې غونډې کوي.

جمهور رئیس ټینګار وکړ، د هېواد ټول ښاروالان باید د کرنیزو تولیداتو د ودې او بازارموندنې لپاره په هره اونۍ او میاشت کې بازار رامنځته کړي او دا طرحه به له کابل څخه پیل شي.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان صادرات په نړیوالو بازارونو کې پیاوړی رول لري او د هېواد زغفرانوتېر کال په نړیوال بازار کې لومړی مقال وګاټه چې له دې امله یې د زعفرانو له بابا څخه هم مننه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې له داخلي تولیداتو څخه د ګټه اخیستنې او د مېوې د صادراتو د بهیر د چټکوالي په خاطر دې د بهرنیو وارداتو د تعرفې بیه لوړه کړي.


https://avapress.com/vdcd9o0fkyt0xz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته