کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دنړیوالوقدرتونو دوه ګوڼی سیاستونه او له ترهه ګرۍملاتړ د ورو ستیو ترهه ګرو پیښو لاملونه دی

دنړیوالوقدرتونو دوه ګوڼی سیاستونه او له ترهه ګرۍملاتړ د ورو ستیو ترهه ګرو پیښو لاملونه دی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) تهران , 5 حمل 1395 ساعت 15:49


دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن د اروپائی پارلیمان مشر مارتین شولتز ته په یوه پیغام کې دبروکسل دوروستیو ترهه ګرو پیښو په محکوم کولو او دقربانیانو له کورنیو سره دخواخوږۍ په څرګندولو سره وویل دوه ګوڼی سیاستونه ، له افراط پالو ډلو وسله وال اومالی ملاتړونه، دنړیوالو قدرتونو په وسیله دلود یځی آسیا سیمې دهیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې ، په وروستیو کلونو کې دترهه ګرو ډلو د ودې اصلی عوامل دی .

زمونږخبریال راپور راکړډاکټر لاریجانی زیاته کړې ، له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره مبارزه دنړیوالې ټولنې ګډ اقدام او کلک هوډ ته اړتیا لری ، هغه زیاته کړې دډله ایزې ملګرتیا په سیوری کې به په نړۍ کې دامنیت او آرامښت شاهدان وو .

دایران داسلامی شورا مشر روښآنه کړې باید درسته نړۍ دترهه ګرۍ له سپیرې بلا سره د دوه ګوڼو چلندونو په ځای جدی مبارزې ته کلک هوډ ولری او دا داسې بلا ده چې هیڅ دین او پوله نه پیژنی او درسته نړۍ په جدی توګه ګواښی .

بل پرون دبیلجیّم په پلازمینې بروکسل کې په څو زورو چاودنو او ځان مرګی حملو کې چې داعش ترهه ګرې تکفیری ډلې ئې پړه په غاړه اخستې ده کابو څلویښت کسان مړه او څه دپاسه دوه نیم سوه نور ټپیان شوی دی چې ویل کیږی ممکنه ده دمړو شمیر نور هم زیات شی .


د مطلب کود: 124069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124069/دنړیوالوقدرتونو-دوه-ګوڼی-سیاستونه-او-له-ترهه-ګرۍملاتړ-د-ورو-ستیو-ګرو-پیښو-لاملونه-دی

آوا
  https://www.avapress.com