دخپریدو نیټه :شنبه ۷ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 124113
جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نوي استازي سره چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې به رسماً خپل کار پیل کړي، وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې له تادامیچي یوماموتو سره چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د یاد سازمان د ځانګړي استازي په توګه انتخاب کړی دی، وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي یوماموتو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا له لوري د ۱۳۹۵ل کال لپاره د یوناما د ماموریت د تمدید او تصویب په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

هغه وویل، ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د خلکو ستونزې درک کوي او په سختو شرایطو کې مهم کارونه ترسره کوي او د سولې پروسې د ملاتړ، له فساد سره د مبارزې، د افغانستان دولت د فعالیتونو د زیات موثریت او نورو بېلابېلو برخو کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستې او همکارۍ قدرداني وکړه او وې ویل، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ شیوې چې د افغانستان حکومت په کړنو کې یې مثبت بدلونونه رامنځته کړي، کېدای شي زیات موثریت ولري.

جمهور رئیس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي څخه وغوښتل، چې هغه بنست دې د ټولټاکنو په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. هغه وویل، په ټولټاکنو پروسه کې د یوناما د تخنیکي همکاري په خاطر به د افغانستان حکومت خپل غوښتنلیک ژر د ملګرو ملتونو سازمان معاونت دفتر ته وسپاري.



په پای کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي استازي څرګنده کړه، ملګري ملتونه او ټول نړیوال شریکباڼي د افغانستان د سیاسي او اجتماعي شرایطو په درک سره په دې برخه کې د پرمختګ په خاطر انعطاف پذیري لري او هر ډول همکاري ته تیار دی.

ښاغلي یوماموتو اوسمهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال دی چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې به د افغانستان لپاره د هغه سازمان د ځانګړي استازي په توګه رسماً خپله دنده پیل کړي.
https://avapress.com/vdchzknzx23nizd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته