دخپریدو نیټه :شنبه ۷ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۱۰
د مطلب کود : 124117
دپاکستان په پنجاب کې څلور ترهه ګرهلاک او اتلس نور نیول شوی دی
دپاکستان دپنجاب صوبې دملتان ښار پولیسو په لودران سیمې کې په یوه کور په په حملې سره د القاعدې اوطالبانو څلورترهه ګر هلاک کړی دی دغه حمله دامنیتی ځواک او وسله والو ترهه ګرو ترمینځ دنښتې لامل شوه چې پر مړو سربیره له هغه ځایه درې ترهه ګر په تښتې کې بریالی شوی دی.
زمونږخبر یال راپورراکړ دملتان ښار دترهه ګرۍ ضد ادارې په یوې خبرتیا کې ویلی دی چې دترهه ګرو له پټنځایه زیات شمیر وسله ،تجهیزات او چاودیدونکی توکی هم کشف اوضبط شوی دی.
په یوه بل خبر کې هم ویل شوی دی چې په کر اچۍ هم په یو لړ پلټونکو عملیاتو کې اتلس ترهه ګرنیول شوی او دهغوی له پټنځایونو هم زیات شمیر وسله مهمات او چاودیدونکی توکی ترګوتو شوی دی .
دپاکستن پوځی ځواک پرون هم ویلی وو چې دکراچۍ په صدر سیمې کې ئې څلور جنایتکار نیولی دی.
د پاکستان پوځ ویلی دی له جنورۍ راهسې تراوسه پورې دامنیتی ځواک په حملوکې دترهه ګرو ۱۶۹پټنځایونه تباه کړی او کابوڅلور زره ۷۴ترهه ګر ئې وژلی او دغه رازپه دغو عملیاتوکې دپوځ ۱۵۲ماموران هم و ژل شوی دی.
https://avapress.com/vdcb8ab8zrhb58p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته