دخپریدو نیټه :شنبه ۷ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 124118
واشنګټن د داعش ډلې له مینځه وړلولپاره باید د سورئې له ولسمشرسره موافقه وکړی
دامریکاخارجه وزیر جان کری چې بروکسل ته په سفر تللی ، بیګا ئې له سی این این ټیلیویزون چینل سره په خبرو کې ویلی دی هرڅومره زر واشنګټن دسورئې له ولسمشر بشار اسد سره موافقې ته ورسیږی ، هومره زر داعش ترهه ګره ډله نابودیدلی شی .

زمونږخبریال راپورراکړجان کری په دوام کې ویلی دی مونږسوکه سوکه او په دوامدار ډول د داعش دغړیتوب او دغه راز دهغوی دپوچې عقیدې دتعقیبولو لپاره دهغوی دتوانمنیو په مخنیوی بوخت یوو او دوخت په تیریدو سره نیّت لرو هغې نړۍ ته بیرته ستنو شو چې احساس کړو په بشپړ ډول امنیت او خوندیتوب کې یوو .
دامریکا خارجه وزیر همداراز وویل یو هیواد هم له داعشه ملاتړ نه کوی داعش منزوی شوی او په همدې دلیل په اعتماد سره ویل کیدلی شی چې داعش به نابود شی .
خو ډیری کارپوهان او شناندی وائی چې دا امریکا ده چې دخپلو ناجایزو موخو ته درسیدو لپاره ئې داسلامی نړۍ دګډوډولو او کمزوری کولو لپاره دداعش په څیر غړیدلی اوورانکارې ډلې راپنځولی دی .
 
https://avapress.com/vdccs0qs42bqis8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته