دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 124139
د دهلې په پارک کي ۲۵۰۰ اصله مثمر او زينتي نهالان کښېنول سول
دغه نهالان چي صبر، ناجو، ګل ګلاب ، زيتون ، پسته ،تورمرچ او ځيني نور پکښي شامل وه دجمعې په ورځ  دنوموړو ادارو داستازو او مېله والو په مرسته دزرغون کندهار په نيت کښېښودل سول تر څو نوموړی پارک لاهم زرغون او دمېله والو له پاره دتفريح مناسب چاپيريال رامنځته کړي.
کندهار کي د اداري اصلاحاتو دخپلواک کميسون رئيس ابراهيم خليل صافي د کندهار ملي راډيو ټلويزون کارکوونکی نجيب الله اصفزي او ملي سوداګر حاجي محمد داود پر نورو هيوادوالوهم ږغ وکړ تر څودنورو چارو ترڅنګ دچاپيريال ساتني ته هم زياته پاملرنه وکړي او دپسرلي په دې موسم کي دنهالانو اېښودلو دغه ډول اشرونه تر سره کړي تر څو هيواد مو زرغون او دپاکي هوا څښتن سي.
دغه راز نوموړي پارک ته راغلو ميله والو هم ديادو ادارو ددې نېک او پرځاي اقدام ستاينه وکړه او په اشر کي يي ګډون وياړ وباله هغوي له نورو ځوانانو هم وغوښتل څو دداسي يوه کار اقدام وکړي چي د خاوري او خلګو ګټه پکښي نغښتې وي.کندهارکي ددهلې پارک يو له مهمو تفريح ځايو نوڅخه ګڼل کيږي چي دجمعې او ځينو نورو رخصتيو په ورځو کي دګڼو مېله والو کوربه وي خو دمېله والو دبېغورۍ او بې احتياطۍ له وجي اوس ددغه پارک ځيني وني له منځه تللي او سمسوره ساحه يې کمه سوې.

https://avapress.com/vdcfmjdy1w6d0ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته