دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 124140
د بريد جنرال اسدالله امين د جنازې مراسم ترسره سول
نوموړی د ډنډ ولسوالۍ په سالو کاريز کلي کي په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سو، چي د جنازې په مراسمو کي ئې د ملکي او نظامي چارواکو تر څنګ زرګونو ملکي وګړو ګډون کړی وو.
د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د کندهار د ٢٠٥ اتل قول اردو ملکي مرستيال بريد جنرال اسدالله امين، چي مشهوره په خان اغا و په يوه وسله وال بريد کي په شهادت ورسوی.
د ٢٠٥ اتل قول اردو ملکي مرستيال بريد جنرال خان اغا تېره شپه شاوخوا لس بجې  وسله والو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د سالوکاريز په سيمه کې له يوه ساتوونکي سره يو ځای په شهادت رسولی دئ
پر شهيد بريد جنرال خان اغا دوو وسله والو بريدګرو حمله کړې وه، چي د امنيتي ځواکونو په بريد کي ياد دوه بريدګر هم له منځه وړل سوي دي.
شهيد بريد جنرال خان اغا نه يوازي د ۲۰۵ اتل قول اردو ملکي مرستيال و، بلکي د خلکو سره ئې د ټولنيزو ستونزو په حلولو کي د يوه قومي مشر په توګه هم ښه شهرت درلود.
شهيد بريد جنرال خان آغا پر افغانستان باندي د روسانو د تېري پر مهال په جهاد کي هم په پوره ايماندرۍ ونډه اخيستې او په دې برخه کي ئې د هيواد څخه په مړانه دفاع کړې وه.
د هغه د سنګر ملګري د شهيد خان آغا تشه يوه لويه ضايع بولي او يادونه کوي، چي دغه تشه به هيڅکله هم ډکه نه سي.شهيد بريد جنرال خان آغا د نورو دندو تر څنګ له تېرو پنځو کالو راهيسي په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو ملکي مرستيال پاته سوی وو او په دې برخه کي ئې خپله دنده په پوره ايماندارۍ سره سرته رسول.
 
د ولايت مقام د همږغۍ د مرکز مشر ډګروال محمدهارون خوګياڼی د شهيد جنرال خان آغا تشه يوه لويه ضايع بولي او يادونه کوي، چي نوموړي خپله دنده په پوره ايماندارۍ او اخلاص سره ترسره کول.شهيد بريد جنرال خان آغا د جمعې په ورځ د ډنډ ولسوالۍ د سالو کاريز په سيمه کي په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سو.
د نوموړي په جنازه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، قومي مشر شاولي خان کرزي، د ۲۰۵ اتل قول اردو نظامي او ملکي مسئولينو، د ولايتي شورا غړو، د دولتي او خصوصي ادارو رئيسانو او زرګونو ملکي وګړو ګډون کړی وو.
.
https://avapress.com/vdchkknzv23nizd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته