دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 124144
د ځوانانو مشورتي بورډ په ښوونځيو کي د نيال کښېنولو اشر وکړ

د ځوانانو مشورتي بورډ د شين چاپيريال د رامنځته کولو په موخه په يو شمېر ښوونځيو کي نيالګي کښېنول، تر څو دښوونځيو چاپيريال يې پاک او شين کړی وي.

د ځوانانو د مشورتي بورډ مرستيال ناصر مبارز رسنيو ته په خبرو کي وويل، په هيواد کي تېرو وچکاليو ګڼ شمېر ځنګلونه او شنګيا له منځه وړې، نو ټولو ته پکار ده، تر څو د نيالګيو په اېښولو، روزلو او پاللو کي رغنده رول ولوبوي.
کندهار کي د ځوانانو د مشورتي بورډ غړو د ښاري ښکلا ،شين او سرسبزه چاپيريال د رامنځته کولو په موخه د ښار په ځينو ښوونځيو کي نيالګي کښېنول.
د ځوانانو د مشورتي بورډ مرستيال ناصر مبارز وايي، مشورتي بورډ د نورو کارونو د تر سره کولو تر څنګ د نوي کال په مناسبت د نيالګيو ايښوولو ته لومړيتوب ور کړ، چي پېل يې د ميروېس نيکه عالي لېسې، شاه محمود هوتک عالي لېسه، حاجي عرب منځنۍ ښوونځۍ او يو شمېر نورو ښوونځيو کي، چي د نيالګيو اړتيا پکښي لېدل کېږي، نيالګي کښېنوي.
دده په وينا، تېرو وچکاليو په هيواد کي ګڼ شمېر ځنګلونه او شين چاپيريال له منځه وړی، نو ټولو خلګو ته پکار ده، ترڅو په دې برخه کي پوره پاملرنه وکړي.
 
نوموړي د نيالګيو ايښوول، روزنه پالنه او پر وخت څارنه تر ټولو اړينه بولي او وايي، ټول هيواد وال په دي مکلف دي، چي په دې برخه کي پوره همکاري وکړي.
همداراز د نيالکيو د اېښولو پر مهال يوشمېر تنکيو زده کوونکو هم د نيالګيو اېښوول، روزل او دهغوی څخه پر وخت څارنه کول، اړين کار وباله او زياته يې کړه، چي دوی او نور زده کوونکي هم د نيالګيو په ارزښت په پوره ډول پوه سوي او له دې وروسته به پرېنږدي، چي نيالګي او يا ورته تاوان ورسېږي.د يادوني وړده، چي د جمعې په ورځ د اداري اصلاحاتو مسؤلينو، سوداګرو او د کندهار ملي راډيوتلويزن مشرتابه او ټولو همکارانو د سرسبزۍ او زرغون چاپيريال د رامنځته کولو په موخه د دهلې په باغ کي ګڼ شمېر نيالګي کښېنول، ترڅو په باغونو او مېله ځايونو کي شين چاپيريال رامنځته سوی وي. 
https://avapress.com/vdcbaab8arhb58p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته