دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 124145
د ډنډ ولسوالۍ قومي مشرانو دکندهار والي سره وکتل

 د ډنډ ولسوالۍ قومي مشرانو دپرمختګ په برخه کي د ولايت مقام هڅي وستايلې .

د شنبې په ورځ د ډنډ ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو، عالمانو او سپين ږيرو د ننګرهار د پخواني والي ګل اغا شېرزي په ګډون د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل.
ورغلو مشرانو د کندهار والي او د هغه د کاري ټيم څخه مننه وکړه، چي د هيواد جوړوني او خلګو ته د ښه خدمت کولو لپاره يې لېڅي رانغښتي او نه ستړي کېدونکي کارونه کوي.
نوموړو مشرانو په ښاري سيمو کي د ماسټرپلان په پلي کولو خوښي وښوول او همدا راز يې د خپل لوري د همکاريو ډاډ ورکړ.
همدا راز ګل اغا شېرزي د ډنډ ولسوالۍ د خلګو يو شمېر ستونزي او غوښتني والي ته بيان کړې، چي هغوی ورسره لاس او ګريوان دي.
شيرزي وويل، د ډنډ ولسوالۍ کروند ګرو او باغ لرونکو ته بايد د کرلو اوبه د خپلي حقابې له مخي ورکړل سي، ترڅو کرهڼه او مالداري يې د پخوا په شان په پښو ودرېږي او د اوبو وېش بايد عادلانه وسي.
نوموړي وويل، هغه کسان، چي د دولت د وسله والو مخالفينو سره د لاس درلودلو په تور نيول سوي او په حقيقت کي بېګناه دي، له بنده دي ازاد کړل سي او همداراز يې په عدلي او قضايي ارګانونو کي د خلګو دحقوقي دعو د حل او فصل غوښتنه وکړه .د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ټولو ورغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او وروسته يې د هغوی د ملاتړ مننه وکړل، چي د خپل دولت حمايه کوي او تر شاه يې ولاړ دي.
 
ښاغلي عزيزي کندهار ته د خدمت ترسره کول د ځان او نورو دولتي ادارو مکلفيت وباله او ژمنه يې وکړل، چي د ملت په مټ به پرمختګ کوو او د فساد په وړاندي به جدي ګامونه اخلو .د کندهار والي د مشرانو اندېښني پر ځای وبللې اوژمنه يې وکړه، چي هره قضيه د حل لار لري بېګنا کسان به هيڅکله هم د بل په ګنا نه نيول کېږي او که چېري ظلم ورسره سوی وي د قانون ماتونکو ته به سزا ورکوي.نوموړي د ارغنداب رود د دريايي حوزي رياست مسئولينو ته هدايت وکړ، چي د کر اوبه بايد د هري حقابې د تقيسم پر اساس هري ويالې ته ايله کړي او په ياده برخه کي د يو چا حق پر بل ونه خوري او نه هم د چا مراعت وساتي.
https://avapress.com/vdcc00qsp2bqis8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته