دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 124187
دافغانستان ولسی جرګې دانتخاباتی کمیشن دمشر داستعفی هرکلی وکړ
دافغانستان د ولسی جرګې اداری پلاوی د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن د مشر احمد یوسف نورستانی استعفا د انتخاباتی اصلاحاتو د بهیر لپاره یو مثبت ګام بللی او ویلی ئې دی ،حکومت باید له موجوده فرصته په استفادې سره د انتخاباتو د اصلاح چارې ګړندۍ او راتلونکو انتخاباتو ته هر اړخیز چمتوالی نندارې ته و ړاندې کړی

زمونږخبریال دافغان خبری سر چینو له قوله راپوروراکړ د حقوقی چارو یو شمېر کتوونکی بیا وایی، ترڅو چې ولسی جرګه د انتخاباتی کمېشنونو د واکونو، دندو او مسئولیتونو په اړه د ولسمشر نوی تقنینی فرمان تصویب نه کړی، د انتخاباتی نظام د اصلاح په وړاندې به ستونزې پرخپل ځای وی.

له دندې څخه د انتخاباتو خپلواک کمېشن د مشراحمد یوسف نورستانی استعفا د هېواد دننه بېلابېل غبرګونونه راپارولی دی.

د ولسی جرګې اداری پلاوی د نوموړی استعفا یو مثبت کار بولی او وایی، له دې سره به حکومت د انتخاباتی نظام د اصلاح چارې چټکې کړی.

د ولسی جرګې دویم مرستیال نعمت ا... غفاری نن خبریالانو ته وویل، د قانون له مخې اوس حکومت ته د انتخاباتو د اصلاح او د نوېو کمېشنرانو د معرفۍ په برخه کې ستونزې یو څه کمې شوې.

ښاغلی غفاری له حکومته وغوښتل چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو پر وخت ترسره کیدو ته هر اړخیزې هڅې وکړی.

د افغانستان د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته د روان لمریز کال د تلې څلوریشتمه نېټه ټاکل شوې، خو د ولسی جرګې مرستیال وایی، ناامنی او د بودجې نشتوالی د دغو انتخاباتو په وړاندې سترې ننګونې دی چې حکومت باید ورته پام وکړی.

له دې وړاندې افغان ولسمشرمحمد اشرف غنی ویلی چې حکومت انتخاباتو ته ژمن دی او په دې وروستیو کې یې د انتخاباتو د بودجې په اړه د افغانستان لپاره د ملګروملتو له نوی معرفی شوی استازی سره هم خبرې کړی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېشن مستعفی شوی مشر احمدیوسف نورستانی له دې وړاندې ټینګار کاوه چې څوک یې له دندې نه شی لرې کولای، خو هغه پرون ولسمشرته خپله استعفا وړاندې کړې چې ولسمشر هم له کوم ځنډ پرته ومنله.

که څه هم د نوموړی د استعفا تر شا د سیاسی امتیاز او یا فشار خبره کیږی، خو جمهوری ریاست او د انتخاباتو کمېسیون ویاند ویلی چې ښاغلی نورستانی د هېواد ملی ګټو ته په پام سره استعفا کړې ده.

https://avapress.com/vdciv5azyt1arz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته