کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دافغانستان په ننګرهار ولایت کې ۵۳داعشیان افغان ځواک ته تسلیم شول

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 8 حمل 1395 ساعت 17:04


دافغانستان دننګرهار ولایت دسولې دعالی شورا مشر ملک نظر نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی د داعش ترهه ګرې ډلې او وسله والو طالبانو ۵۳ غړی چې په دغه ولایت کې ئې له دې مخکې ورانکار فعالیتونه کړی ، سره دخپلو وسلو حکومتی مامورانو ته تسلیم شوی دی .
هغه ویلی دی دغو کسانو ژمنه کړې چې له دې وروسته به عادی ژوند ته دوام ورکړی

شین هوا خبری آژانس راپورورکړ ملک نظر په عین حال کې وئیلی دی ، ځینی نور وسله وال هم چې طالبانو ډلې اوداعش تکفیر ی ډلې کې ګمارل شوی وو له دغو کارونو لاس په سرکیدا سره دلچسپی ښو دلې ده او ډ یر زر به دافغانستان دسولې له پروسې سره یو ځای شی.

له ۲۰۱۰کاله راپه دې خوا په افغانستان کې دطالبانو او نورو وسله والو ډلو کابو لس زره کسانو خپلې وسلې پر مځکه کیښودلی او د دغه هیواد دسولې له پروسې سره یو ځای شوی دی.


د مطلب کود: 124188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124188/دافغانستان-په-ننګرهار-ولایت-کې-۵۳داعشیان-افغان-ځواک-ته-تسلیم-شول

آوا
  https://www.avapress.com