دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 124189
ایران اوپاکستان په دواړو هیوادونوکې خپلوبانکونو څانګې پرانیزی
دایران داسلامی جمهوریت دمرکزی بانک مشر ولی ا... سیف دپاکستان دمرکزی بانک یا سټیټ بانک له مشر سره دبانکی ملګرتیاؤ دتفاهم نامې له لاسلیک کولو وروسته زمونږ خبریال ته ویلی دی>
د دواړو هیوادونو ترمینځ به دبانکی تفاهم داجرائی کیدا آثار و ګورو چې په هغو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ دایل سی اکاؤنټ دپرانیستو اجرائی کیدا هم شامله ده چې دا دتجارتی اواقتصادی مبادلاتو دآسانتیاؤ لپاره یو مهم ګام بلل کیږی .

زمونږ خبریال راپورراکړ هغه زیاته کړې ، دپاکستان حبیب بانک همداوس په ایران کې نمایندګی لری چې دپاکستانیو مسئولانو سره په ترسره شوی تفاهم سره ویل کیږی چې دغه دفتر په یوې څانګې بدل شی ، ددې په ترڅ کې چې ټاکل شوې ده دایران ملی بانک هم په پاکستان کې یوه څانګه جوړه کړی چې دغه اقدام دلاښو بانکی اړیکو دټینګولو لپاره زمینه برابروی .
هغه ویلی دی دپاکستان دمرکزی بانک له مسئولانو سره په خبرواترو کې دایرانیو اپاکستانیو ښاریزو له خوا د دواړو هیوادونو دبانکی کارډونو څخه داستفادې لپاره هم یولړ موافقې شوی دی .

سرچينه : pashto.irib.ir
https://avapress.com/vdcaayn6o49nu61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته