دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 124311
د بی بی فاطمه زهرا(س) د ولادت د کلیزې مبارکی قبوله کړئ
نن د ۱۴۳۷ هجری قمری کال د جمادی الثانی یا څلورمې خور د میاشتې شلمه نیټه ده چې د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) د ګرانې لور بی بی فاطمه زهرا (س) له نیکمرغه ولادت سره برابره ده.
نن د ۱۴۳۷ هجری قمری کال د جمادی الثانی یا څلورمې خور د میاشتې شلمه نیټه ده چې د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) د ګرانې لور بی بی فاطمه زهرا (س) له نیکمرغه ولادت سره برابره ده.

د جنت د میرمنو سرداره بی بی فاطمه زهرا(س) له هجرته اته کاله مخکښې د جمادی الثانی په شلمه نیټه دنیا ته راغله.

دغه قدرمنه بی بی له ماشومتوبه د وحی په کور کښې د خپل ګران قدره پلار په لارښوونو سره د علم، کمال او فضیلت لوړو درجو ته ورسیدله.

د پیغمبر اکرم(ص) قدرمنې لور همداشان د نړۍ د شیعیانو د وړومبی امام حضرت علی علیه السلام په کور کښې د همسرۍ او مورولۍ دندې په ډیره غوره توګه ترسره کړې او د امام حسن، امام حسین او حضرت زینب علیهماالسلام په شان ستر او متدین انسانان یې پخپله غیږه کښې وروزل.

حضرت فاطمه زهرا(س) په ټولو اړخونو کښې د نړۍ د ښځو سمبول ګڼل کیږی او په ایران کښې د دغې بی بی د زوکړې کلیزه چې د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی(رح) د زوکړې له کلیزې سره برابره ده، د مور او ښځې د ورځې په توګه نوموله شوې ده او په دې ورځ د ښځو په تیره بیا د میندو د مقام قدرونه کیږی.

سرچينه : پشتو ایریب
https://avapress.com/vdchzknzz23nixd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته