دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 124314
د روسیې د عملیاتو په وجه د سوریې دریځ نه دی بدل شوی
د سوریې ولسمشر وویل: د سیاسی حل لارې په هکله د سوریې دریځ په دې هیواد کښې د روسیې له پوځی عملیاتو وروسته بیخی نه دی بدل شوی.
ایرنا خبر وکړی چې بشارالاسد پرون د روسیې سګودنیاخبری آژانس ته په مرکه کښې د دې خبرې په بیانولو سره ټینګار وکړ چې دمشق د جنیوا په مذاکرات کښې نرمښت څرګندوی څو د هیواد د مسائلو د هواری لپآره د مذاکرې له فرصته استفاده وکړی.
هغه زیاته کړه: د سوریې حکومت کوشش کوی چې د مسائلو د هواری لپاره په خبرواترو کښې هیڅ فرصت ضایع نه کړی.
د سوریې ولسمشر همداشان وویل: ځینې خواوې د سوریې او روسیې حکومتونه په دې لړ کښې تورنوی او هڅه کوی چې د ترهګرو د ځپنې لپاره د روسی ځواکونو مرسته د سوریې د ولسمشر او حکومت د ملاتړ لپاره د مداخلې په توګه وښئی او هغه د مذاکراتو په وړاندې یو خنډ وبولی.
بشارالاسد همداشان څرګنده کړه چې د سوریې د پوځ بریاوې د ترهګرو او د سوریې د مسائلو د هواری د مخه نیونکو هیوادونو په دریځونو اغیزه کوی ځکه چې دغو هیوادونو چې په سر کښې یې سعودی عربستان، ترکیه، فرانسه او انګلستان دی د جنګ په میدان کښې د سوریې د پوځ ماتې ته د تمې سترګې نیولې دی څو په مذاکراتو کښې خپل شرطونه په سوریې وروتپی.
هغه وویل چې په همدې وجه د سوریې د پوځ جنګی بریاوې په سیاسی هواری کښې د چټکتیا سبب کیږی او په دې لړ کښې به هیڅ خنډ جوړ نه کړی.
سرچينه : ایرنا
https://avapress.com/vdca6yn6y49nue1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته