دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 124318
طالبانو هم په بګرام کښې د امریکې یوه پوځی الوتکه نسکوره کړه

په بګرام کښې یوه بله امریکایی پوځی الوتکه طالبانو نسکوره کړه.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد څو شیبې مخکښې  وویل چې د دې ډلې کسانو نن سهار وختی د بګرام هوایی اډې ته څیرمه د امریکې یوه پوځی الوتکه نسکوره کړې ده.

مجاهد زیاتوی چې په دې پیښه کښې په الوتکه کښې سپاره ټول عسکر وژل شوی دی.

دا په داسې حال کښې دی چې پرون هم د امریکې یوه ایف-۱۶ ډوله جنګی الوتکه له بګرام هوایی اډې نه له الوت کولو څو شیبې وروسته نسکوره شوه چې پینټاګان وایی د علت د معلومولو هلې ځلې یې روانې دی.

 

سرچينه : ایرنا
https://avapress.com/vdceze8zvjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته