دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 124333
جمهور رئیس غني: علمای کرامو تل په سختو شرایطو کې وطن ته نجات ورکړی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د کابل ښار او ولسوالیو د جوماتونو له خطیبانو او ملا امامانوسره د دوی د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدلو په موخه ناسته لرله.
دغې ناستې ته چې په ارګ کې ترسره شوه، د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني په خپله پرانیستونې وینا کې د علماو د ارزښت ، همکارۍ او امنیتي ځواکونو ته د روحیې ورکولو په برخه کې د دوی د رول یادونه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې په اساس د وزارت انکشافي بودجه کې د جوماتونو جوړولو او بیارغاونې ته بودجه ځانګړې شوې ده.
ورپسې ډاکټر محمد ایاز نیازي، مولوي عبدالشکور، مولوي صفي الله، حجت الاسلام اسدالله یوسفي، مولوي سبحان الله شاکر او مولوي فیض محمد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د جمهور رئیس ناستې،ستونزو ته د مناسبو حل لارو موندل او له خلکو سره د هغه مستقیمې اړیکې یې ښه نوښتونه وبلل.
دوی د نظام په مشروعیت، د سولې پروسې په بریالیتوب، د ولس په انسجام، هغوی ته د انګېزې او روحیې په ورکولو کې د علماو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد او ولس د خیر او فلاح په خاطر دې تل له دیني علماو سره مشورې وشي.
یادو استازو په پاکستان کې د افغان علماو د ستونزو د حل، د امنیت ټینګښت ته د پاملرنې، د وزګارتیا د ستونزې دحل، د معیاري مدرسو د زیاتوالي، د معتادینو د درملنې، اسلامي ثقافت ته د پاملرنې، د علماو د اسنادو د ارزونې او هغوی ته د ماسټرۍ د اسانتیاو د برابرولو، د رسنیو د غیر اخلاقي خپرونو د مخنیوي، د ملا امامانو د سرپناه د نشتوالي، د جوماتونو د تشکیل د کمبود، د اسلامي رادیو او تلویزون دجوړولو، د حکومت او ملت تر منځ د واټن د له منځه وړلو، په ولایتونو کې د بهرنیو پیسو د چلښت د مخنیوي او نورو موضوعاتو په هکله جمهور رئیس ته وړاندیزونه وکړل.
جمهور رئیس د دوی د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د فتنې په مخنیوي، د عادلانه
نظام په ټینګښت او د ملت په تداوم کې د علماو رول مهم وباله او وې ویل، ستاسو په رغنده نظرونو، نیوکو او وړاندیزونو کې تعادل موجود وو.
محمد اشرف غني وویل، علمای کرامو تل په سختو شرایطو کې د هېواد د دفاع په خاطر د جهاد غږ پورته کړی او وطن ته یې نجات ورکړی دی. د ده په وینا دا ملت تل په ستونزو بریالی شوی او لامل یې د علمای کرامو قیادت دی.
جمهور رئیس وویل، افغانستان په وېره نه اداره کېږي، بلکې پیاوړې اراده ، ژمنتیا او تدبیر غواړي. هغه زیاته کړه، زه په خپل افغانیت، علماو او مشرانو ویاړم، ځکه د تدبیر، تشخیص او چارې خلک یئ ، باید یو بل ته لاس ورکړو او د باور فضا ایجاد کړو.
جمهور رئیس غني خطیبانو او ملا امامانو ته په خطاب کې وویل، د سولې او امنیت په برخه کې ستاسو رول مهم او حتمي دی او څرګنده یې کړه، د سولې تینګښت اصلاحات، اراده او زغم غواړي
د هېواد جمهور رئیس وویل، سوله یوازې د سولې عالي شورا نه، بلکې زموږ ټولو کار دی. هغه د اسلام په مبارک دین کې د عفوې او د یو بل د منلو د لوړمقام یادونه هم وکړه.
محمد اشرف غني د د فساد په مخنیوي تدبیر مهم وباله او زیاته یې کړه، اصلاحات په ګډه سلا او مقاومت راځي او په همدې خاطر د ملت ټولو اقشارو سره مشورې کوم، ترڅواجماع ته ورسېږو.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، شفافیت او اقدامات باید موثر وي او د کارموندنې په موخه مو زیات پام د ځمکو، اوبو او کرنې انسجام ته دی.
د هېواد جمهور رئیس جوماتونه چې خلکو په خپله اباد کړي د مدني ټولنې اصلي برخه وبلل او علماو ته یې وویل، د ولس غږ ستاسو په اختیار کې دی له فساد سره د مبارزې په برخه کې جهت ورکړئ.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د اداري فساد د مخنیوي او اصلاحاتو په پایله کې مو بانکونه له اقتصادي سقوط څخه وژغورل. هغه زیاته کړه، دکابل بانک د فساد په قضیه کې له ښکېلو کسانو څخه مو۲۴۰ ملیون ډالر ترلاسه کړي.
جمهور رئیس غني وویل، د کابل ښار کثافات به د قوه کار په همکارۍ په یوه اونۍ کې انتقال شي، خو هغه فساد چې موږ ته په میراث راپاتې دی، عوامل یې باید تشخیص او حل شي.
محمد اشرف غني وویل، هیچا هم د اسلام د مبارک دین لپاره زموږ د ملت هومره قرباني نه ده ورکړې او نه هم د کوم ملت ایمان له موږ څخه قوي دی، خو زموږ اسلامي پوهه کمه ده. نوله دې امله باید اسلامي ثقافت په اساسي توګه درک کړو.
https://avapress.com/vdcbfab8frhb5fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته