دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 124341
احدي: د ملي یووالي حکومت افغانستان ته پر مصیبت بدل شوی
کله چې د یوه مسیر ښي او د بل چپ لور ته وي، حکومتولي ستونزمنه ده
د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر او د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر انور الحق احدي وايي، د ملي یووالي حکومت افغانستان ته پر مصیبت بدل شوی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نوموړي له خولې لیکلي؛ د ملي یووالي حکومت ضعف ته په کتو ښايي افغانستان کې بې ثباتي نوره هم ډېره شي، چې له دې سره به دغه حکومت هم خپل واک له لاسه ورکړي. احدي زیاته کړې، د ملي یووالي حکومت په ناسم مدیریت سره خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او مشران یې باید خلکو ته نوي د حکومت د جوړولو حق ورکړي.
واشنګټن پوست د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د واکونو او صلاحیتونو پر سر اختلافات د دغه حکومت د ناکامۍ اصلي عوامل په ګوته کړي دي.
ورځپاڼې د ولس مشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله اجراییه مشر تر منځ مخالفتونو ته په اشارې ویلي، کله چې د یوه مسیر ښي او د بل چپ لور ته وي، حکومتولي ستونزمنه ده
سرچينه : سپوِِزمی رادیو
https://avapress.com/vdcayyn6649nue1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته