کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دولايت مقام مرستيال دصنعتي پارک څخه ليدنه وکړه

kandahar , 12 حمل 1395 ساعت 10:31


ښاغلي عبدالعلي شمسي، چي سوداګر او صنعت کاران يې هم مله وو، دسې شنبې په ورځ دصنعتي پارک له هغو فابريکو څخه له نژدې ليدنه وکړه، چي دامهال فعاله او سلګونه خلګ پکښي په کار بوخت دي.
ليدنه کي شمسي دنوموړو فابريکو پر فعاليت خوښي وښوول او دهغو ستونزو په اړه يې ډاډ څر ګند کړ، چي دامهال صنعت کاران ور سره مخ دي.
سوداګرو دخامو موادو پر انتقال زيات محصول، دکافي برېښنا نشتوالی او توليداتو ته دبازار نه مو جوديت دخپلو ستونزو په توګه ياد کړل.
دښوراندام صنعتي پارک، چي څوکلونه وړاندي صنعتي فابريکو ته ځانګړی سوی، په لومړيو کي زياتو شرکتونو  پکښي پانګونه وکړه او تر سلو زياتي توليدي فابريکې پکښي فعاله سوې، خو اوس يې دبرېښنا دنشتوالي له امله د يوشمېر هغو فعاليت درېدلی او ګڼو نورو کي بيا د اقتصادي ټيټي کچي له امله ځوانو کارکوونکو دکارفرصت له لاسه ورکړی.


د مطلب کود: 124359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124359/دولايت-مقام-مرستيال-دصنعتي-پارک-څخه-ليدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com