کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترڅو چي په افغانستان کي امن رانسي په سيمه کي ثبات ناشونی دی

kandahar , 12 حمل 1395 ساعت 10:35


محمد معصوم ستانکزی: ترڅو چي په افغانستان کي امن رانسي په سيمه کي ثبات ناشونی دی.
د ملي دفاع سرپرست وزير وايي، په هيواد کي روانه جګړه د افغانانو نه، بلکي د پرديو د لوري تپل سوی جنګ دی، نو تر هغو چي يو موټۍ نسو او قوي ملي عظم ونه لرو ګټل يې ناشوني دي.
د دفاع وزير پرون کندهار ته د يوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ سفر درلود، چي د کندهار والي، د ولايتي شورا او قومي مشرانو سره د امنيت د لاټينګښت په موخه هم ليده کاته تر سره کړه.
د هيواد د ملي دفاع وزير محمد معصوم ستانکزی، چي د يوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ کندهار ته په يوه رسمي سفر د امنيتي حالت څخه د جاج اخيستلو په موخه راغلۍ ؤ، په ولايت مقام کي يې د والي ډاکټر همايون عزيزي، د ولايتي شورا د غړو او يو شمېر قومي مشرانوسره وکتل.ښاغلي ستانکزي د خبرو پر مهال وويل، د سفر موخه د امنيتي حالت ارزونه او دلا ښه والي په سبب د ولسي مشرانو څخه د سالمو مشورو اخيستل او د تپل سوي جنګ د ليد لوري بدلول دي.
د نوموړي په خبره اوس مهال د هيواد په يو شمېر ولايتونو کي افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د پرديو د لوري په تپل سوي نا اعلان سوې جګړه کي په جنګي ماموريت بوخت دي او دښمن هم اکثره وختونه ملکي وګړي د سپر په توګه استعمالوي او د اسلامي او بشري قوانينو څخه ښکاره سرغړونه کوي، خو دښمن ځپل سوی او د ماتي سره مخ دی.
ستانکزي زياته کړه، ترڅو چي په افغانستان کي امن رانسي په منطقه کي د ثبات راوستل نا ممکن کار دی او په دغه اور کي به ټوله سوځي.
د دفاع سرپرست وزير د امنيتي، کشفي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د همږغۍ لامل د پرمختګ يو عامل وباله او ټينګار يې وکړ، چي ولسونه بايد د امن او ثبات په راوستلو کي زيات کار وکړي، ذهنيتونه روښانه کړي، چي په يووالي او وحدت سره دا وطن جوړېږي او روانه سړه جګړه د افغانانو نه، بلکي د بهرنيو ده او پکار ده، چي مخه يې په کلکه ونيسو او هيچا ته ددې اجازه ورنه کړو، چي د ملکي وکړو د هستوګنځايونو څخه د مرچل په توګه استفاده وکړي.
دغه راز ښاغلي ستانګزي ژمنه وکړل، چي هوايي او ځمکني ځانګړي ځواکونه به تقويه او تجهيز کوي، ترڅو په عيني واحد کي د خپلو نورو همکارانو سره په فوري ډول مرسته وکړي.
په ياده غونډه کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د پلازمېني کابل څخه راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د کندهار پر امنيتي وضيعت برعلاوه يې د ملکي حکومتدارۍ په برخه کي معلومات ورکړل.
ښاغلي عزيزي دکندهار امنيتي حالت د نورو ولايتونو په نسبت ښه وباله او په يو شمېر سرحدي او شمالي ولسواليو کي، چي په ليري واټن سره موقيعت لري، د دښمن د ځينو تحرکاتو يادونه وکړل.کندهار والي د ملکي حکومتولۍ په برخه کي د ځينو پرمختګونو او ځينو ستونزو يادونه وکړه، چي بايد مرکزي اداره ورسره د حل په برخه کي لازمه مرسته وکړي.
په ياده غونډه کي د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال او نورو قومي مشرانو بيا د نظامي ادارو ترمنځ پر همږغۍ او د شهيدو سوو سربازانو او افسرانو د حقونو د خونديتوب او په جګړه کي د هغوی پر اکمال او تجهيز ټينګار وکړ، چي بايد مرکزي دولت په ياده برخه کي عاجل اقدامات وکړي.
دغو مشرانو هم دا منله، چي روانه جګړه زموږ نه، بلکي د پرديو ده او د خپل دولت څخه يې په کلکه ملاتړ اعلان کړ، د نوموړو ټينګار داؤ، چي د مکافاتو او مجازاتو اصل ته بايد جدي پاملرنه وسي.
د ښاغلي ستانکزي په مشرۍ د دفاع وزارت څخه راغلي پلاوي د کندهاري ولس د ملاتړ او نيکو نظرياتو مننه وکړه او ډاډ يې وښود، چي دوی به هر کار د خلګو په غوښتنه او مشوره سره ترسره کوي او ددې ګډ هدف لپاره چي د امنيت راوستل او د سولي شوني کول دي، يو ځای سره کار کوو.په دغه ليدنه کي د کندهار د ملي امنيت رئيس تورن جنرال قدر محمد قدر او د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی هم حاضر وه.


د مطلب کود: 124360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124360/ترڅو-چي-په-افغانستان-کي-امن-رانسي-سيمه-ثبات-ناشونی-دی

آوا
  https://www.avapress.com