دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 124361
دملي دفاع سرپرست وزير د ۲۰۵ اتل قول اردو د چارو ارزونه وکړه
ښاغلی ستانکزی دغه راز د ۲۰۵ اتل قول اردو ساحوي پوځي روغتون ته ولاړ او هلته يې د بسترو ناروغانو عيادت هم وکړ، چي د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو د ساتلو په سبب يې سرښندني کړي او د دښمن په ګولۍ ټپيان سوي دي.
محمد معصوم ستانکزی، چي د يوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ تېره ورځ کندهار ته راغلی ؤ ددغه قول اردو جزتامونو سوق اداري د مرکز، حوزوي نظامي روغتون څخه ليدنه او د شهيد خان اغا د کورنۍ څخه يې دنژدې احوال واخيست.
کندهار ته د راتګ سره سم د ملي دفاع سرپرست وزير محمد معصوم ستانکزي د ۲۰۵ اتل قول اردو په قرار ګاه کي د تشريفاتو قطعه معاينه کړه او وروسته د شهيدانو څلي ته ولاړ او هلته يې د ګلو ګېډۍ په ايښوولو سره د ټولو پر وطن مينو سربازانو او افسرانو روح ته د خوښۍ دعاوي وکړې او د الله له پاک دربار څخه يې د جنت فردوس غوښتنه ورته وکړه.
ښاغلی ستانکزی دغه راز د ۲۰۵ اتل قول اردو ساحوي پوځي روغتون ته ولاړ او هلته يې د بسترو ناروغانو عيادت هم وکړ، چي د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو د ساتلو په سبب يې سرښندني کړي او د دښمن په ګولۍ ټپيان سوي دي.
د دفاع وزارت دغه لوړ رتبه پلاوی، چي د قول اردو قوماندان تورنجنرال داود شاه وفادار او د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی هم ورسره مله ول افسرانو او سربازانو ته د وينا کولو پر مهال هغوی د هيواد ريښتني او مېړني او وطن دوسته بچي ياد کړل او د دوی زحمتونه يې نه هېرېدونکي وبلل.
د نوموړي په وينا، روانه جګړه د افغانانو نه، بلکي پر دوی تپل سوی جنګ دی او موخه يې په هيواد کي بې ثباتي او د پرمختګ مخنيوی او د افغانانو وژل دی او ترهګري ډلي غواړي په يوه او بل نامه دلته خپلي ځالي جوړي کړي، مګر دوی ته به زموږ غېرتي ځواکونه ددې مجال ورنه کړي، چي خپلو شومو موخو ته ورسېږي.وروسته د دفاع سرپرست وزير او ورسره ملګري پلاوي يې د قول اردو د ملکي مرستيال شهيد بريد جنرال خان اغا کور ته ولاړ او هلته يې د نوموړي شهيد افسر د کورنۍ سره غم شريکي وکړل، شهيد ته يې د فردوس جنت او دوستانو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

سرچينه : کندهار ملی تلویزیون
https://avapress.com/vdcce0qss2bqi18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته