کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهسودو د دویم پل چارې په دوو میاشتو کې بشپړیږي

ټآټوبی , 12 حمل 1395 ساعت 20:31

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي د بهسودو دویم پل به تر دوو میاشتو پورې جوړ شي .


د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي د بهسودو دویم پل به تر دوو میاشتو پورې جوړ شي .
هغه د دې پول د جوړیدو له چارو څخه د لیدنې پر مهال د ټولګټو چارو ریاست مسؤلینو ته د چارو د لا ګړندیتوب لارښوونه وکړه او همدا راز یې یاد پل ته د سړک جوړولو له سیمې څخه هم لیدنه وکړه. 

د ننګرهار د ټولګټو چارو رئیس حمدالله طلوع وویل: د دویم پل د چارو له بشپړېدو سره به سم د پل دواړو لورو ته د سړکونو د جوړولو چارې هم پیل کړي او زیاته یې کړه، د پل جوړونکي شرکت د پیسو ستونزه حل شوې او د مګړۍ د پل جوړولو چارې په بشپړ ډول ګړندۍ شوي دي .
د بهسودو دویم پل جوړونکي شرکت مسؤل انجینر نعمت الله وایي: دوی په مالي برخه کې هیڅ ستونزه نلري او که په سیند کې د اوبو کچه لوړه نشي نو دوی ژمن دي،چې د دوو میاشتو په موده کې خپلې چارې بشپړې کړي .
هغه زیاته کړه، د ننګرهار والي په لارښوونه دمګړۍ په پل څلرویشت ساعته د څلورو ډلو له لورې کار ترسره کیږي،چې په ترڅ کې شاوخوا نوي سلنه چارې بشپړې شوي دي


د مطلب کود: 124393

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124393/د-بهسودو-دویم-پل-چارې-په-دوو-میاشتو-کې-بشپړیږي

آوا
  https://www.avapress.com