کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي حزب د ځینو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده

سپوِِزمی رادیو , 14 حمل 1395 ساعت 10:48

د سولې عالي شورا یوې سرچینې ویلي چې د اسلامي حزب استازو له تورو لیستونو د خپلو کسانو د اېستلو او د ځینو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب غوښتنه کړې چې ددوی پر ډله دې وضعه شوي محدودیتونه لرې شي.
د سولې عالي شورا یوې سرچینې ویلي چې د اسلامي حزب استازو له تورو لیستونو د خپلو کسانو د اېستلو او د ځینو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
مخکې هم داسې راپورنه خپاره شوي و چې اسلامي حزب د سولې په بدل کې په نظامي او ملکي برخه کې له افغان حکومت برخه غوښتې وه.
اسلامي حزب په ورته وخت کې ویلي چې دوی تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي خو د سولې په اړه لا هم په کابل کې خبرې روانې دي.
د اسلامي حزب استازي شاوخوا دیارلس ورځې وړاندې د سولې د خبرو په موخه کابل ته راغلي دي.


د مطلب کود: 124414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124414/اسلامي-حزب-د-ځینو-محدودیتونو-لرې-کېدو-غوښتنه-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com