دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 124417
د غوربند سیمه ییز پولیس له خلکو غلاوې او شکونې کوي
د پروان د غوربند ولسوالۍ خلک وايي، په دې ولسوالۍ کې د لویې لارې پر سر څو ځایه د سیمه ییزو پولیسو پوستې دي چې عام خلک شکوي او له مسافرو د هغوی توکي اخلي.
خلک دغه راز زیاتوي چې دغه پولیس د ورځې سیمه ییزو پولیس او د شپې بیا غله شي، له موټرو د پولیسو د پوستو په څو مترۍ کې شکونې کوي.
شنونکي بیا وايي، په پروان کې د غیر مسوولو وسله والو شمېر هم زیات دی او ښايي په یو شمېر مواردو کې دوی خلکو ته سرخوږی وي.
د پروان د غوربند ولسوالۍ د سیاګرد یوه قومي مشر ګل علم غوربندي سرنوشت ته وویل، په تېره یوه میاشت کې هره ورځ سیمه ییز پولیس د غوربند پر لاره له خلکو او مسافرو پیسې او د هغوی توکي اخلي.
د ده په وینا، دوی خپل شکایت محلي چارواکو ته هم رسولی خو هغوی یې یا غږ نه دی اورېدلی او یا یې هم ورسره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
دغه قومي مشر همداراز زیاتوي: ((د غوربند لار پخوا ډېره نه وه نا امنه؛ خو اوس پرې هېڅوک سفر نه شي کولی، د ورځې سیمه ییز پولیس په یو او بل نوم له خلکو پیسې اخلي او د شپې له خوا بیا په همدې سیمو کې غلاوې کېږي موږ نه پوهېږو چې دا غلا هم پولیس کوي او که رښتیا نور غله دي.))
په پروان کې یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سرنوشت ته وویل، ولایتي ادارې ته هم د غوربند د سیمه ییزو پولیسو شکایت رسېدلی او ولایتي اداره به یې ډېر ژر پر وړاندې ګام واخلي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې په یاده سیمه کې سیمه اییزو پولیسو له ډير وخت نه معاش نه دی تر لاسه کړی، نو که له چا پیسې اخیستل شوې وي ښايي ډېرې لږ او لامل یې د پولیسو معاش نه ترلاسه کول وي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له غوربند ولسوالۍ داسې یو راپور هم ترلاسه شوی و چې هلته غیر مسوولو وسله والو د سیمه ییزو پولیسو په نوم فعالیت پیل کړی او دوی له حکومتي بنسټونو سره راجستر نه دي.
دغه سرچینې وویل چې په دې اړه پلټنې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې رسنیو ته معلومات ورکړل شي.
د چاریکارو یو بل اوسېدونکی عبدالولي چې سیمه ییزو پولیسو لوټلی وايي: ((یوه اونۍ وړاندې په غوربند کې سیمه ییزو پولیسو له ما یونیم زر افغانۍ واخیستې، دلیل یې دا وو چې هغوی زموږ امنیت نیولی او باید ورته پیسې ورکړو.))
د هغه په وینا، که د پروان ولایتي چارواکي د غوربند د لارې ساتلو او سیمه ییزو پولیسو په اړه جدي اقدام ونه کړي، ښايي ناوړه پایلې ولري.
د عبدالولي د معلوماتو له مخې، د پروان په ګڼو سیمو کې سلګونه غیر مسوول وسله وال شته چې دغه کار هم غلا او شکونو ته لاره هواره کړې ده.
هڅه مو وکړه، په پروان کې د سیمه ییزو پولیسو له لوري د ناقانونه کړنو او شکونو په اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.
سرچينه : سپوِِزمی رادیو
https://avapress.com/vdceze8zfjh8wei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته