په داسي حال کې چې د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان تر څنګ د افغان حکومت پر رېښتنولي هم نيوکي ډير دي، جرمني هېواد هم د سولې د هڅو په اړه د ريښتنولی غوښتنه کړې ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر ویلي، برلېن د افغانستان اوسنی حالت له نږدې څاري او د سولې د خبرو ملاتړ کوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي د ټولې سیمې وضعیت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پایلو سره تړاو لري. د جرمني بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د سختدریځو ډلو د مخینوي لپاره هڅې وکړي.سرچينه : ټآټوبی