دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 124446
ارزګان کې سېلابونو خلکو ته ګڼ زيانونه اړولي

ځايي چارواکي وايي، هلته د ډېرو اورښتونو له امله سېلابونه راغلي چې خلکو ته يې ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، له پرون راهيسې دغلته باران ووري چې له امله يې سېلابونه راغلي دي.

هغه وويل، د دغه ولايت د ګېزاب ولسوالۍ کې سلګونه جريبه ځمکه سېلابونو لاندې کړې ده او درې تنه مړه شوي هم دي.

ناياب وايي، په دهراود ولسوالۍ کې هم ورته سېلابونه راغلي دي چې خلک او ځمکې يې زيانمنې کړي دي.

اروزګان او ورڅېرمه ولايتونو کې اورښتونو داسې مهال زور اخيستی چې خلکو د وچکالۍ اندېښنه لرله، خو په د تېر کال وروستيو راپه دېخوا په ټول سوېل کې زيات اورښتونه وشول.


سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcgtt9q3ak9xt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته