دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 124478
سرپرست والي عطامحمد نور وايي په زور به له دندې لري نه شي
نیویارک ټایمز وايي حکومت یو نیم کال وړاندې عطا محمد نور له ۳۳ نورو والیانو سره ګوښه کړی و، خو ده خپلې دندې ته دوام ورکړ.
د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور وايي حکومت یې په زور له دندې نشي لرې کولی.
هغه له نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې سره په مرکه ویلي، مخکې له دې چې استعفا ورکوي، حکومت دې له سره د بلخ د والي په توګه وګوماري.
عطا نور وايي که دی استعفا کوي، نو له وړاندې باید دا معلومه شي، چې په بلخ کې څوک ټاکل کیږي.
نیویارک ټایمز وايي حکومت یو نیم کال وړاندې عطا محمد نور له ۳۳ نورو والیانو سره ګوښه کړی و، خو ده خپلې دندې ته دوام ورکړ.
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcbzab8wrhb5ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته