دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 124479
د کانکور د ازموینو پایلې نن اعلانېږي
د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي چې د کانکور د ازموینو پایلې به نن اعلان کړي.
د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي چې د کانکور د ازموینو پایلې به نن اعلان کړي.
د دغه وزارت د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو رییس او د کانکور د ازموینو د نتایجو د اعلان د کمېټې غړی نذیر احمد کامه وال ویلي، که کومه تخنیکي ستونزه پیدا نشي نو نن تر غرمې وروسته به خامخا نتایج اعلان شي.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، سږ کال به شااوخوا ۶۵۰۰۰ زره کسان د هېواد دولتي پوهنتونونو، ۶۰۰۰۰ زره کسان نیمه عالي دولتي موسساتو او نږدې ۶۰۰۰۰ زره نور خصوصي پوهنتونونو ته جذب شي.  
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdccm0qso2bqi08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته