دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 124482
هلمند کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوې
د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر عبدالاحد حازم وايي، ګوزڼ وهلی ماشوم چې عمر يې تر پنځو کلونو لوړ دی اوه ځله پوليو ضد واکسين شوی هم دی.

ځايي روغتيايي چارواکي وايي، دا پېښه د هلمند نوزاد ولسوالۍ د برنګ کاريز په سيمه کې ثبت شوې ده.

د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر عبدالاحد حازم وايي، ګوزڼ وهلی ماشوم چې عمر يې تر پنځو کلونو لوړ دی اوه ځله پوليو ضد واکسين شوی هم دی.

د تېر کال راهيسې هلمند کې دا دويمه ګوزڼ پېښه ده چې ثبتيږي.

روغتيايي چارواکي يې لامل نا امني او روانه جګړه بولي.


https://avapress.com/vdcg7t9qxak9xt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته