دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 124590
د پاکستان په بلوچستان کښې بمی چاودنه شوې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د بم په چاودنه کښې لږترلږه یو تن ووژل شو.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د بم په چاودنه کښې لږترلږه یو تن ووژل شو.
ډان خبری سایټ لیکلی چې د پاکستان امنیتی چارواکو وویل نن په سبی سیمه کښې د اورګاډی په پټلۍ باندې د بم د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او څلور ژوبل شول.
د پاکستان امنیتی چارواکو څرګنده کړه: نامعلومو وسله والو په بلوچستان صوبه کښې داورګاډی د پټلۍ له چاودولو وروسته په هغه مسافری اورګاډی باندې ډزې وکړې چې د پیښې پر مهال له دغې سیمې په تیریدو و.
خبر وایی چې یاد اورګاډی له لاهور څخه د کویټې په لور روان و چې برید پرې وشه.
د پاکستان امنیتی چارواکو د دې پیښې د عاملانو د نیولو لپاره د پوځ د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcgyt9qzak9xn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته