دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 124724
عراقي پوځيانو داعش وسله وال د هیت لوېدیځ ښار ایستلي
د امریکا د هوايي حملو په ملاتړ د عراق پوځيانو د هيت لوېديځ ښار مرکز نيولی دی.

د عملیاتو پر مهال عراقي پوځيانو اسلامي دولت سخت دريځي پر شا تمبولي دي او زرګونو ملکيان يې له دغه ځايه خوندي ځايو ته ايستلي دي.

د عراق په لوېديځ ښار هيت کې د دغه هېواد ځواکونو د امریکا د هوايي حملو په مرسته د داعش سخت دريځي پر شا تمبولي دي او د ښار مرکز يې نیولی دی.

د عراق دولتي تلويزيون د یوه ځايي قوماندان له خولې ويلي چې عراقي ځواکونو د هيت ښار له مرکزه د اسلامي دولت سخت دريځي ايستلي.

تر جګړه مخکې د دې ښار نفوس يو لک وو او په دغه ځای کې جګړه اوس هم روانه وه.

دغه قوماندان ويلي چې سخت دريځو خپلې کورنۍ شا ته پرې ايښي او تښتېدلي دي.

د دغه قوماندان په وينا په نږدې راتلونکي کې به عراقي ځواکونه ټول انبار ولايت د اسلامي دولت سخت دريځو له کنتروله وباسي.

په دې وروستيو مياشتو کې بغداد د سخت دريځو په پر شا تمبولو کې بريالی شوی او ژمنه يې کړې چې شمالي ښار موصل به بېرته له داعشه ونيسي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، يوه قوماندان ويلي چې يو شمېر هغو سخت دريځو چې پر سړکونو، موټرو او ودانيو کې يې بمونه ايښي وو، هڅه کوله چې يو مهم سړک ونيسي خو هغوی هم پر شا وتمبول شول.

د ايتلاف يوه چارواکي په يکشنبې ويلي وو چې د هيت په مرکز کې تر درې سوه پوري اسلامي دولت سخت دريځو جنګياليو دفاعي کمرونه جوړ کړي دي.
يو شمېر هغو سخت دريځو چې پر سړکونو، موټرو او ودانيو کې يې بمونه ايښي وو، هڅه کوله چې يو مهم سړک ونيسي

يو شمېر هغو سخت دريځو چې پر سړکونو، موټرو او ودانيو کې يې بمونه ايښي وو، هڅه کوله چې يو مهم سړک ونيسي

د تروريزم پر ضد ځواکونو چې په انبار ولایت کې يې په مياشتو نظامي عمليات پر مخ وړي دي، د لسو زرو ملکيانو په خوندي ايستلو کې مرسته وکړه.

سخت دريځي ملکيان د انساني سپر په توګه کاروي او په دې توګه یې د عراقي ځواکونو او هوايي حملو د پرمختګ مخه نيولې ده.

د امنيتي چارواکو په وينا، په بغداد کې په يوه بازار کې او په بعقوبه ښار کې په يوه جومات کې دوې جلا بمي چاودنې وشوې.
طارميه ښار کې په يوه چاودنه کې يو کس ووژل شو او اووه نور ټپيان شول.

او په جنوبي ښار دوره کې په چاودنه کې دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

په بعقوبه کې په جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته یو بم وچاودېد چې په کې د جومات امام او د هغه زوی ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

د اسلامي دولت ډلې له خوا په دوامداره توګه ملکيان په نخښه شوي خو ويل کېږي په دياله کې د شيعه ګانو له خوا پر سنيانو حملې کيږي چې دا تور هغوی ردوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری (آوا) آژانس
https://avapress.com/vdcf0jdyjw6d0ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته