کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 حمل 1395 ساعت 15:01


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ریچارډ اولسن سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیز کمیسیون د تیاریو، سیمه ییزو موضوعاتو، د امنیتي همکاریو د څرنګوالي، سولې پروسې او د وارسا او بروکسل ناستو د جوړېدلو په هکله خبرې وکړې.

جمهور ئیس د امریکا متحده ایالاتو فعال حضور او له افغانستان سره د هغه هېواد له نظامي همکاریو او همدارنګه د وارسا او بروکسل په ناستو کې له افغانستان سره د نړیوالو اقتصادي او نظامي همکاریو په خاطر د نړیوالو د توجه د جلبولو له امله له هغوی څخه مننه وکړه.

جمهور رئیس ټینګار وکړ، د افغانستان حکومت به د وارسا او بروکسل په ناستو کې د پلانونو او برنامو د مطرح کولو تر څنګ د حکومت لاسته راوړنې هم له نړیوالو شریکانو سره شریکې کړي.


د مطلب کود: 124743

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124743/جمهور-رئیس-غني-د-افغانستان-او-پاکستان-لپاره-امریکا-ځانګړي-استازي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com