دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 124797
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو له کبله افغانستان ته د امریکایي ځواکونو راستنیدل رد نه کړل
امریکا د طالبانو په تړاو د حالاتو او د هغه ګواښ له کبله چې د افغانستان وسله وال پوځ به له ماتې سره مخ شي، کولای شي د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستلو پلانونو ته بیا له سره کتنه وکړي. په دې هکله څرګندونې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوهم دیپارتمنت مشر ضمیر کابلوف کړي دي.
د دوشنبې په ورځ د«Izvestia» ورځپاڼې سره د مرکې پرمهال ضمیر کابلوف په دې هکله وویل:« د دې لپاره چې امریکا د پوځي او سیاسي ماتې سره مخ نه شي نو ډیره ښوونې ده، چې خپل ځواکونه به راستانه او په خپله به په جګړو کې برخه واخلي».
نوموړي وویل:«امریکا ډير وخت ویل؛ چې «افغان وسله وال پوځیان یي روزلي دي خو د ښوونو او روزنو کچه یي په پام کې نیولي نه وه» خو « د جګړو په ډګر کې څرګنده شوه چې حالات د اندیښنې وړ دي».

د ضمیر کابلوف په وینا:«امریکا له دې کبله چې سږ کال طالبان کولاي شي تر خپل کنترول لاندې سیمو ته پراختیا ورکړي او په راتلونکې کې د

پلازمینې په شمول نورې سیبمې ونیسي، اندیښنه لري».

نوموړی زیاته کړه:« طالبان دې ته صبر نه کوي چې کله به امریکا افغان پوځیان وروزي. که چیرې افغان وسله وال پوځ ماتې سره مخ شي نو ښایي له منخه ولاړ شي. امریکایانو وخت له لاسه ورکړی دی».

ضمیر کابلوف په تینګار سره څرګنده کړه:« حالات ورځ تر بلې خرابیږي او که د افغان وسله وال پوځ تجهیزولو او بیا له سره روزنې ته سمه پام لرنه ونه شي، نو ښایي خپل منطقی پای ته ورسېږي».
سرچينه : اسپوتنیک
https://avapress.com/vdcf1jdyew6d0ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته