دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 124869
کېدای شي دکوټې شورا له منځه ولاړه شي.

کېدای شي دکوټې شورا له منځه ولاړه شي.

کېدای شي دکوټې شورا له منځه ولاړه شي.
د کوېټې په شورا کې د پاکستاني استخباراتو لاسوهنه او د رهبرۍ پر سر د مهمو قومندانانو ترمنځ لانجه او شخړود دغه شورا برخلیک او اغیزمنتیاله پوښتنې سره مخ کړی ده.
طالبانو ته نږدې یوې سرچینې روهي ویبپانې ته ویلي دي ، چې د کوېټې په شورا کې د پاکستاني استخباراتو لاسوهنه او د رهبرۍ پر سر د مهمو قومندانانو ترمنځ لانجه او شخړود دغه شورا برخلیک او اغیزمنتیاله پوښتنې سره مخ کړی ده.
پاکستاني استخباراتو د ملامحمد عمر له مړېنې وروسته هڅه کوله چې د دغه شورا رهبرۍ ته پنجابيان او هغه طالب مشران ور ننباسي، چې ددوی تر مستقیم اغیز لاندې وي.
دا چاره د يو شمير مهمو طالب قومندانانو د خوابدۍ لامل شو او دغه قومندانانو غوښتل چې د پاکستان د استخباراتو سره پريکون اعلان کړي.
په شورا کې د پاکستاني استخباراتو مستقېمه مداخله د دې لامل شوې وه چې شورا له منځه لاړه شي، خو سراج الدين حقاني د پاکستاني استخباراتو په ملاتړ و کولای شو چې دغه ستونزې حل کړي او ټول هغه طالبان چې له پاکستان مرور شوي و پخلا کړي.

ISI له پخوا هڅه کوله، چې طالبانو رهبري پنجابیان په لاس کې واخلي، همدا اوس دافغانستان په یو شمېر سیمو کې جګړه دهغو پنجابیانو له اړخه رهبري او کنټرولیږي، چې په پښتو خبرې کولای شي.
ددې بېلګې په کونړ، نورستان او هلمند کې لیدل شوي دي، ان، چې اوازونه یې هم ځینو خپاره کړي دي.

د شورا دبرخلیک په اړه مو هڅه وکړه، چې له طالب ویاند ذبیح الله مجاهد سره اړیکه ونیسو، خو بریالي نه شوو.
https://avapress.com/vdcfvjdy1w6d0ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته