دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 124897
جان کري یوځل بیا د افغانستان له حکومت نه ملاتړ څرګند کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له مشرانو خپل ملاتړ څرګند کړ.
کري چې د
 G-7 ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره جاپان ته تللی، په هیروشیما ښار کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:
 "د افغانستان په اړه، له هغه ځایه چې نوی هیروشیما ته راغلی یم، موږ د نړیوالې ټولنې له خوا په وارسا کې د ناټو او وروسته د بلې بروکسل د سرمشریزې په اړه خبرې وکړې چې هغه څومره مهمې دې،
په دغو سرمشریزو کې به مونږ د افغان ولسمشراشرف غني او د اجراییه رئیس عبدالله عبدالله او هم د ملي یووالي د حکومت د هغو هڅو ملاتړوکړو چې غواړي هيواد باثباته کړي او افغانانو ته سوله امنیت چې دوی یې ډېر هیله من دي، راولي."

جان کري چې د تېرې شنبې په ورځ یې افغانستان ته ناڅاپې سفر وکړ، له افغان ولسمشر سره په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې وویل چې د ملي یووالي حکومت د پنځو کلونو لپاره جوړ شوی او مشران یې باید روان کال له دوو نړیوالو کنفرانسونو مخکې وښیي چې د نړیوالو مرستې مدیریت کولای شي.

https://avapress.com/vdcgyt9quak9x74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته