دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 125010
د لاس پر ځای په خولې نقاشي
هغه نوې پېغله نجلۍ چې لاس او پښې یې فلج دي،په خپلې نقاشي کوي.دغه نجلۍ وايي کله چې د خپلو لاسونو له خوځښت څخه نهیلي شوه،کوښښ یې وکړ چې قلم په خولې ونیسي او نقاشي وکړي.

هغه نوې پېغله نجلۍ چې لاس او پښې یې فلج دي،په خپلې نقاشي کوي.
دغه نجلۍ وايي کله چې د خپلو لاسونو له خوځښت څخه نهیلي شوه،کوښښ یې وکړ چې قلم په خولې ونیسي او نقاشي وکړي.

دغه نجلۍ اوس ژوند ته هیله منه شوې ده او غواړي چې ښوونکی ولري او نقاشي په مسلکي توګه زده کړي.

دغه نجلۍ ربابه نومېږي هغه ځانګړی استعداد لري پرته له دې چې ښوونځي ته ولاړه شي توانېدلې ده چې د یوه کال په موده کې چې رسامي او لوست زده کړي.

ربابه وايي: "لومړی مې فکر وکړ چې په خولې لیکنه نه کېږي،خو اوس پوهېږم چې ناشونې نه ده.په خولې هم کېږي چې هم ولیکل شي او رسامي وکړي".

سرچينه : dw
https://avapress.com/vdcezn8z7jh8w7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته