دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 125074
د کندز په جګړه کې  ۸۰ وسله‎والو مړه او ۵۰ نور زخمیان دی
کندز کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښته کې کابو ۸۰ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
په کندز کې د پامیر ۲۰مې فرقې چارواکي وایي چې په دې نښته کې افغان پوځیانو ښې لاسته راوړنې درلودې.
یاده نښته تېره ورځ (جمعه د۱۳۹۵ د وري۱۷مه) هغه مهال پیل شوه چې سلګونو وسله‎والو د کندز پر ښار برید وکړ.
طالب وسله‎والو د کندز ولایت پر دشت ارچي، چهاردرې، خان آباد، علي آباد او کندز ښار پر یو شمېر برخو بریدو وکړ، خو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.
د کندز والي، اسدالله عمرخېل وایي:«د اسلام او افغانستان دښمنانو یو ځل بیا د جمعې پر ورځ د کندز ولایت پر یو شمېر سیمو برید وکړ، خو افغان ځواکونو د دغه برید په بدل کې طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او طالبانو ته یې ډېره مرګ ژوبله واړوله.»
د پامیر ۲۰مې فرقې رئيس ارکان، ډګروال سید قربان موسوي وایي:«د څو ساعتونو جګړې په پایله کې، ۸۰ تنه وسله‎وال ووژل شول او لږ تر لږه ۵۰ تنه نور ټپیان شول او په دې نښته کې د وسله‎والو ډېر شمېر وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې.»
لاهم د کندز ښار او څلورو ولسوالیو شاوخوا جګړه روانه ده.
د کندز امنیه قومندان، محمد قسیم جنګل‎باغ وایي:«موږ خپل عملیات د طالبانو تر له منځه وړو دوام ورکوو او افغان ځواکونو له طالبانو ډېرې ولسوالۍ بېرته تر لاسه کړې دي او په دې نښته کې څو تنه افغان ځواکونه هم ټپیان شوي دي.»
کندز ولایت کې د پامیر ۲۰مې فرقې چارواکي وایې چې په ۸۰ تنو وژل وسله‎والو کې د شفیق او معلم شېر په نوم د طالبانو دوه سیمه‎ییز قومندانان هم شامل دي.
سرچينه : طلوع
https://avapress.com/vdcefn8zejh8w7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته