کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو او القاعدی نږدی کیدو په اړه د جنرال نیکلسن خبرداری

۱تی وی , 29 حمل 1395 ساعت 12:03

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن خبرداری ورکوي چې القاعده د امریکا او افغانستان لپاره د یو نوي ګواښ د بدلیدو په حال کې ده.


په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن خبرداری ورکوي چې القاعده د امریکا او افغانستان لپاره د یو نوي ګواښ د بدلیدو په حال کې ده.

نیکلسن رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو پخوانی مشر ملامحمد عمر له وژل کیدو وروسته؛ ترهګران په ځانګړي توګه طالبان القاعدې سره نژدې شوي دي.

تیر کال د افغانستان دولت ومنله چې د طالبانو پخوانی مشر ملامحمد عمر وژل شوی دی.

د دغه خبر په خپرولو سره د طالبانو لیکې ترینګلې او په څو ډلې و ویشل شوې، د کارپوهانو په اند د سولې خبرې هم له ستونزو سره مخ شوې.

امریکايي جنرال ویلي، په ډیرو برخو کې القاعدې شبکې د طالبانو مختلفو ډلو په همغږۍ سره یو ځای ترهګریز فعالیتونه کوي.

د نوموړي په اند، په افغانستان کې د نورو ترهګرو سره د القاعدې شبکې یووالی؛ د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې بهیر پیچلی کړی دی.

جنرال نیکلسن ویلي: هغه څه چې امریکا يي چارواکي ورته اندیښمن دي؛ نورو ترهګرو ډلو ته د طالبانو نژدې کیدل دي چې په واشنګټن کې هغوی د ترهګرو په نوم یادیږي.

القاعده یوه ترهګره ډله ده چې ولسمشر اشرف غني په ګډون یو شمیر امریکايي چارواکي هم د دوي د شتون په اړه خبرداری او پروړاندې یې د مبارزې ټینګار کړی وو.

له دې وړاندې ولسمشر غني بي بي سي ته ویلي و چې نړیواله ټولنه د داعش او طالبانو د ځپلو په لټه کې ده خو؛ د القاعدې او حقاني شبکې دې باید له یاده ونه باسي.

د القاعدې، حقاني، طالبانو شبکې، داعش او یو شمیر نورې غیر مسوولې ډلې د افغانستان دولت سره د جنګ اصلي ښکیلې خواوې پیژندل شوي دي.


د مطلب کود: 125095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125095/د-طالبانو-او-القاعدی-نږدی-کیدو-په-اړه-جنرال-نیکلسن-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.com