دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 125100
عبدالله: حکومت کی داسی کړی سته چی سوله نه غواړی
ډاکترعبدالله وايي، اسلامي هیوادونو غونډه کې هوکړه وشوه چې راتلوونکي میاشتو پورې د نړۍ ټول علما دې افغانستان سولۍ ته رسیدو په موخه هیواد کې دې یو ناسته ترسره کړي.

د حکومت اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي؛ طالبان په افغانستان کې خپلو موخو ته رسیدو لپاره لاهم پوځي لاره مخ ته کړې او له همدې امله د سولې پر ځای جګړې ته دوام ورکوي.

ډاکترعبدالله وايي، اسلامي هیوادونو غونډه کې هوکړه وشوه چې راتلوونکي میاشتو پورې د نړۍ ټول علما دې افغانستان سولۍ ته رسیدو په موخه هیواد کې دې یو ناسته ترسره کړي.

په تیرو ۱۳ کالونو په لړ کې د افغانستان خلکو ته داپوښته پیدا شي چې د دومره هڅو سره اوس هم افغانستان کې سوله او امنیت نه دی تامین شوی.

هغه پوښتنه چې د اجرايي مشر په باور، طالبان په افغانستان کې خپلو موخو ته رسیدو لپاره لاهم پوځي لاره مخ ته کړې او له همدې امله د سولې پر ځای جګړې ته دوام ورکوي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د سولۍ نه تامینول، د هیواد خلک او حکومت، بلکې داکړۍ شتون لري چې په افغانستان کې د جګړې ډګرته لمن وهي.

داسې ښکاري چې ترکیه کې د اسلامي هیوادونو ناسته کې دا پریکړه کړې ده چې چې افغانستان کې د سولې امنیت لپاره او هغه طالبانو او نورې ترهګرې ډلې بریدونه ترسره کوي اسلامي هیوادونو علما دې په راتلوونکو میاشتو پورې یوه غونډه ترسره کړي.

ډیرو کسان افغانستان ته د جانکري له راتګ وړاندې داسې فکر کاوه چې د ملي یوالي حکومت موده به تر وږې میاشتې پورې به پاي ومومي، داسې رپوټونه هم شتون درلود چې ډير ژر دې د ولسمشریزو ټاکنو موده پیل شي.

خو اوس عبدالله وايي، هغو کسانو ته چې مخکي شرایط ورته برابر نه دي، هڅه کوي چې په هر کار باندې نیوکه وکړي.

سوله د افغانستان خلکو یوازينې هیله او ارزو ده. خو اوس د سولې خبرې اترې له ماتې سره مخ دي، دغې پروسې تر اوسه پورې کوم مثبت ګام نه دی ترسره شوی.

https://avapress.com/vdce7n8z7jh8wzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته