دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 125104
دفاع وزارت: پوځي عملیاتو کې ۹۰ وسله وال مخالفین وژل شوي
د افغانستان د فاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو په ګډو تعرضي عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته درانه مرګ ژوبله اوښتي دي.

د افغانستان د فاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو په ګډو تعرضي عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته درانه مرګ ژوبله اوښتي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا عملیات په ننګرهار، غزني، میدان وردګ، خوست، کندهار، زابل، بادغیس، فراه، جوزجان، سرپل، بغلان، کندز او هملند ولایتونو کې شوي چې ۹۰ مخالفین په کې وژل شوي او ۴۸ تنه نور ټپيان دي.

اعلامیه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې پنځه د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي دي.

د دفاع وزارت تېره ورځ وویل چې د هېواد په ۳۱ سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه روانه ده.

https://avapress.com/vdciuwaz5t1arz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته