دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 125142
هیڅ ولایت سقوط نه کوی

هیواد شمال کندوز ولایت څخه رپوټونه وايي، وسلوالو طالبانو چې یاد ولایت پر شپږو ولسوالیو هوډ درلود یرغل وکړي په شا تمبول شوي ، خو اوس د کندوز امنیتي وضیعت عادي حالت کې دی.

طالبان هڅه کوي چې کندوز یو ځل بیا سقوط کړي، په ورته وخت کې د هیواد بدخشان، تخار، بغلان، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو بریدونه د هیواد امنیتي ځواکونو له ماتې سره مخ شوي دي.

طالب وسلوالو غوښتل چې کندوز ښار باندې ډله ایز برید ترسره کړي خو د هیواد امنیتي ځواکونو له سختې ماتې سره مخ شو.

تیره شپه هیواد امنیتي ځواکونو وکړای شو د کندوز ولایت په ځانګړې توګه چهار درې ولسوالۍ کې طالبانو ته سخته ماتې ورکړي.

له بلې خوا د کندوز امنیتي چارواکي د دغه ولایت امنیتي وضیعت په اړه دخلکو ته ډاډ ورکوي او زیاتوي چې دا ښار به هیڅ کله سقوط ونه کړي.

طالبانو کندوز ولایت کې سخت تبیغ پیل کړی دی چې کندوز به بیا سقوط وکړي، خو د کندوز والي د طالبانو دغه تبلیغ بي بنسټه او بابیزه بولي.

له دې ټولو سره سم طالبانو د هیواد بدخشان، تخاز، بغلان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د امنیتي ځواکو سره په نښته کې له ماتې سره مخ شوي دي.

هیواد ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هیواد اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې روان کال به هیڅ ولایت سقوط ونه کړي.

رپوټونه وايي چې تیرو اونیو په لړ کې نږدې ۳۰۰ طالب وسلوال په ټول هیواد کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په دې وروستیو کې هیواد شمال او ختیځ ولایتونه د طالبانو او نورو ترهګرو فعالیتونو او بریدونو شاهد دي.

https://avapress.com/vdcaymn6u49nu61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته