دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 125174
پر قیلون استعمال بندیز ولګول شو
د ننګرهار نظامي شورا د عامې روغتیا ادارې پر وړاندیز په هوټلونو او نورو ځایونو کې د قیلون پر استعمال د بندیز پرېکړه وکړه او د دغه پرېکړې سرغړونکو سره به قانوني چلند ترسره شي .

د ننګرهار نظامي شورا د عامې روغتیا ادارې پر وړاندیز په هوټلونو او نورو ځایونو کې د قیلون پر استعمال د بندیز پرېکړه وکړه او د دغه پرېکړې سرغړونکو سره به قانوني چلند ترسره شي .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، د دې ولایت نظامي شورا غونډه چې نن یې د والي سلیم خان کندوزي په مشرۍ جوړه شوې وه،په کې د بېلابېلو امنیتي مسؤلینو سربېره،د عامې روغتیا رئیس او په وسله وال پوځ کې د شهیدو منسوبینو د کورنۍ غړو ګډون کړی و.
د سرچینې له مخې وروسته له هغې چې د عامې روغتیا رئیس د دغه ادارې اړوند بېلابېلې امنیتي ستونزې شریکې کړې،په ترڅ کې د ننګرهار والي امنیتي مسؤلینو ته لارښوونې وکړې،چې د پېښې پر مهال روغتون ته هیڅ وسله وال سرتېرې او یا هم نور داخیلدو ته پرې نږدي .
هغه همدا راز امنیه قوماندانۍ ته لارښوونه وکړه،چې د عامې روغتیا روغتون د امنیت په موخه دغه ادارې ته نور پولیس په واک کې ورکړي .
په همدې حال کې ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په ټینګار سره د نظامي شورا غړو ته په دغه ولایت کې د نشه یې توکو پلورونکو او اخیستوونکو د نیولو امر یو ځل بیا وکړ.
د نظامي شورا په دغه غونډه کې په دغه ولایت کې د قیلون پر استعمال هم د بندیز پرېکړه وشوه او امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وشوه،چې د دغه پرېکړو سرغړونکو سره دې قانوني چلند ترسره شي .
د دغه غونډې په ترڅ کې مسؤلینو وویل : هغه موټر سایکلې به له دې وروسته ونیول شي،چې دوه کسان سپرلۍ پرې ولیدل شي .


https://avapress.com/vdcfetdyjw6d0ya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته